ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښځې خپلو لاسي توکو ته بازار او نندارتونونه غواړي

د کندهار ښځې خپلو لاسي توکو ته بازار او نندارتونونه غواړي

author avatar
23 Mar 2022 - 15:03
د کندهار ښځې خپلو لاسي توکو ته بازار او نندارتونونه غواړي
author avatar
23 Mar 2022 - 15:03

کندهار (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): کندهار کې ښځې وايي، ډېر وخت کېږي لاسي صنایعو ته یې نندارتونونه نه دي جوړ شوي چې دغه کار یې پر کاروبار بد اغېز کړی او د تولیداتو بازار یې کمرنګه شوی دی.

هغوی زیاتوي، پر خپلو لاسي صنایعو ډېره خواري کوي خو د بازار نشتوالي له امله اړې دي چې توکي یې په نیمه بیه وپلوري.

د کندهارۍ مېرمنو د لاسي صنايعو عمده برخه د نارینه وو خامکي غاړې، ښځينه جامې او د کور د ښکلا بېلابېل توکي دي چې په لاس باندې د ستنې او تار په وسيله په ښکلې او ظريفه بڼه جوړېږي.

د کندهار ښار اوسېدونکې ۳۳ کلنه فریده وايي، پخوا به په کندهار او نورو ولایتونو کې د ښځو لاسي صنایعو ته نندارتونونه جوړېدل خو له تېرو شاوخوا اوو میاشتو راهیسې یې صنایعو ته هیڅ نندارتون نه دی جوړ شوی.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د لاسي صنایعو نندارتونونه ډېر ګټور وو، لاسي توکي مو په ښه بیه په کې پلورل کېدل او ښه بازار به ورته پیدا کېده، خو له هغه راهیسې چې دغه نندارتونونه نه دي جوړ شوي، زموږ د لاسي توکو د پېر او پلور بازار هم پیکه شوی دی.))

هغه وايي، لاسي صنعت یې د کور د ګټې وټې یوازېنۍ وسیله ده، خو اوس ډېر کم عاید ورڅخه ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې د یوې ښې خامکي غاړې جوړول، له یوې تر دوو میاشتو وخت نیسي او د پخوا په پرتله یې اوس په ډیزاین کې نوښت هم کېږي.

د نوموړې په خبره، له هغه وروسته چې د خلکو عمومي اقتصادي وضعیت خراب شوی، د دوی د لاسي صنایعو پر پېر او پلور یې بد اغېز کړی؛ ځکه پخوا له خلکو سره پيسې وې، هم یې ځانونو ته خامکي غاړې اخیستې او هم یې خپلو دوستانو ته د سوغات په توګه پېرلې.

هغې زیاته کړه، ماشیني بازاري کارونو هم د دوی د لاسي هنري کارونو بازار خراب کړی دی.

دا وايي: ((یوه په لاس جوړه شوې غاړه له ۱۰ تر ۲۰زره افغانیو بیه لري، خو په ماشین جوړه شوې غاړه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ بیه لري، خلک هنریت ته نه ګوري، همدا ارزانه ماشیني غاړې اخلي.))

دا غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویه ادارې دې د پخوا په څېر د دوی لاسي صنایعو ته نندارتونونه جوړ کړي، څو له دې لارې خپلو توکو ته بازار پیدا کړي.

د کندهار ښار بله اوسېدونکې شبنم هم وايي، په تېرو کلونو کې چې کله به اخترونه او د خوښیو نورې ورځې رانږدې کېدې، نو د دوی د لاسي صنایعو پېر او پلور به هم ورسره ګرمېده خو اوس یې بازار بایللی دی.

هغې پژواک اژانس ته وویل، له همدې امله ښځې د بل لاس ته اړې شوې؛ ځکه خپل لاسي توکي په نیمه بیه پلوري.

دا هم غوښتنه کوي چې د دوی لاسي توکو ته دې په پرله پسې توګه په کندهار او نورو ولایتونو کې نندارتونونه جوړ شي، څو له دې لارې د دوی تولیداتو ته مناسب بازار پیدا شي.

نوموړې وايي: ((موږ اورو چې په کابل کې نندارتونونه جوړېږي او ډېرې ښځې فعالیت په کې کوي، خو په کندهار کې نه نندارتون شته او نه د ښځو د لاسي شیانو لپاره خاص بازار چې موږ هلته ورسو او خپل لاسي شیان خرڅ کړو.))

د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شریف سیمې یوې اوسېدونکې زرغونې هم پژواک اژانس ته وویل چې اوس دوکانداران ترې ډېرې خامکي غاړې نه پېري؛ ځکه هغوى وايي چې د پخوا په پرتله يې مشتریان کم شوي دي.

دا وايي، په خپل کور کې به یې ډېرې غاړې جوړولې او بيا به يې په اووه- اته زره افغانۍ پر دوکاندارانو پلورلې او له دې لارې به یې د کور اړتياوې پوره کېدې، خو اوس یې کار په ټپه درېدلی دی.

د دې په خبره، د ستنې او خامک له کار پرته بل کار نه شي کولاى او اوس حيرانه ده چې څه وکړي.

د کندهار د صنایعو او معدنو خونې رییس سید سرور اماني وايي، له مرکزي ادارې سره په اړیکه کې دی څو دغه ولایت کې د پخوا په څېر نندارتونونه جوړ شي او لاسي صنایع او نور وطني تولیدات نندارې ته کېښودل شي.

هغه پژواک ته وویل، په کابل کې نندارتونونه جوړېږي او د یوه نندارتون لپاره له کندهاره هم د پنځو کمپنیو تولیدات غوښتل شوي، خو په کندهار کې لا تر اوسه کوم پلان نشته.

هغه زیاته کړه: ((موږ هڅه کوو چې د موسساتو یا ډونرانو په همکارۍ نندارتونونه جوړ کړو څو ښځينه لاسي صنایع او نور وطني تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شي؛ ځکه نندارتونونه د بازارموندنې په برخه کې ډېر ګټور دي.))

د کندهار د اقتصاد رییس بیا وایي، دوی په دې هڅه کې دي چې د ښځو د لاسي صنایعو او نورو توکو د بازار لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ کړي چې له لارې به یې ښځې اقتصادي فعالیتونه کوي او خپل لاسي صنایع پلوري.

ده زیاته کړه: ((اسلامي امارت د ښځو لپاره یو خاص میکانیزم په نظر کې لري چې له لارې به یې ښځې خپل اقتصادي فعالیتونه کوي او دوی به وکولای شي خپل توکي د پخوا په شان په ښه بیه وپلوري.))

په کندهار کې اوس مهال د ښځو لاسي صنایعو د پېر پلور لپاره ځانګړی بازار نشته او ان ډېرو ښځو چې په فردي توګه یې په دې برخه کې فعالیت کاوه، خپل کارونه د کمزوري اقتصادي حالت او  بازار نشتوالي له امله درولي دي.

د یادونې ده، په تېرو شلو کلونو کې د حکومتونو له بار بار ژمنو سره سره، نه په کندهار کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ شو او نه هم له هېواده بهر ورته بازار وموندل شو.

Views: 69

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.