ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د «ملت غږ» سیمه ییزې راډیو مسوول له بنده خوشی شو

7 Apr 2022 - 01:20
7 Apr 2022 - 01:20

کندهار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): په کندهار کې د ملت غږ په نوم یوې سیمه ییزې راډیو مسوول بسم الله وطندوست چې د سرپرست حکومت د استخباراتو له خوا نیول شوی و، نن ماښام ناوخته خوشی شو.

نوموړی لس ورځې مخکې د یو شمېر نورو سیمه ییزو رسنیو له کار کوونکو سره یو ځای هغه مهال نیول شوی و چې چارواکو د دغه ولایت له سیمه ییزو رسنیو د موسیقي او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز ولګاوه.

هغه مهال د کندهار استخباراتي ادارې د ځینو نورو رسنیو د کارکوونکو په ګډون د ملت غږ راډیو درې کارکوونکي هم نیولي وو چې بسم الله وطندوست یې په خوشې کولو پسې ورغلی و.

چارواکو د دې راډیو درې کارکوونکي خوشې کړي وو خو بسم الله وطندوست یې تر نن ورځې په بند کې ساتلی و.
نوموړی نن د کندهار مېشتو خبریالانو په منځګړتوب او تضمین راخوشې شو.

په دې اړه مو د ولایتي چارواکو د نظر اخیستو هڅه وکړه خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو په خپله بسم الله وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ماښام له بنده خوشې شوی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

هغه له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته وايي، نه پوهېږي چې ولې بندي شوی و، ځکه په دې موده کې اړوندو مسوولینو له ده سره د کومې سرغړونې یا بل لامل په اړه خبرې نه دي کړې.

دی وايي، له هغې ورځې چې نیول شوی، د راډیو خپرونې یې هم درېدلې او ښايي په دې اړه سبا له مسوولینو سره خبرې وکړي.

په کندهار کې د ازادو رسنیو د بنسټ مسوول محمد یار مجروح چې د وطندوست په خوشې کولو کې یې له نورو خبریالانو سره یو ځای منځګړتوب کړی، پژواک اژانس ته وویل، له ډېرو هڅو وروسته د کندهار پریس کلب د مسوول او یو شمېر نورو خبریالانو په ملتیا نن وتوانېدل د ملت غږ سیمه ییزې راډیو مسوول خوشې کړي.

هغه زیاته کړه، شاوخوا لس ورځې مخکې چې په کندهار کې له سیمه ییزو رسنیو د موسیقي او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز ولګېد، د استخباراتو ادارې ۶ تنه خبریالان او د رسنیو مسوولین ونیول چې ۵ تنه یې څو ساعته وروسته خوشې کړل خو وطندوست تر نن ورځې لا هم په بند کې و.

دی وايي، امنیتي مسوولینو د وطندوست د خوشې کولو پر مهال غوښتنه ورڅخه کړې ده چې له رسنیو دې د حکومت پر ضد څه نه خپرېږي او ټولې خپرونې باید د اسلامي امارت له اصولو سره برابرې وي.

په کندهار کې د تبسم په نوم د یوې بلې سیمه ییزې راډيو مسوول صدیق الله افغان هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وطندوست د خوشې کولو پر مهال غوښتنه ورڅخه شوې چې رسنۍ او خبریالان دې د اسلامي امارت پالیسي ته جدي پام وکړي.

هغه زیاته کړه، امنیتي مسوولینو ټینګار کاوه چې رسنۍ دې داسې څه نه خپروي چې حساسیتونه وپاروي او د حکومت ضد تبلیغات منعکس کړي.

په همدې بنسټ دی له رسنیو او خبریالانو غواړي چې د خپرونو او راپورونو جوړولو پر مهال ټولو اړخونو ته پام وکړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.

په کندهار کې له کلونو راهیسې ۱۴ سیمه ییزو راډیوګانو، ۲ ټلوېزیونونو او تر ۱۰ ډېرو چاپي رسنیو فعالیت درلود چې له بدلون وروسته په دې وروستیو کې ځینې رسنۍ د مالي ستونزو او نورو لاملونو په سبب تړل شوې دي.

اوس مهال له دغو رسنیو د موسیقۍ او تفریحي پروګرامونو پر خپرولو بندیز لګېدلی دی.

 

Views: 163

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version