ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما د پاکستان په بمبار کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه وښوده

16 Apr 2022 - 23:13
16 Apr 2022 - 23:13

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما پر افغان خاورې د پاکستان هوایي بریدونو  کې پر ملکي تلفاتو اندیښنه ښودلې ده.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جیټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ په شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د دغې مرګ ژوبلې ډېره په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

په کابل کې د یوناما دفتر لخوا د وري په ۲۷مه، په یوه ټویټ کې ویل شوي چې دوی ددغو بریدونو په پایله کې پر ملکي تلفاتو ژور اندېښمن شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په هر ډول نښتو کې باید ملکي خلک په نښه نه شي .

یوناما ویلي، چې په سیمه کې له نږدې کار او څیړنې کوي، څو په دې برخه کې نور حقایق او معلومات ترلاسه کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت ددې بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړی، بلخوا پاکستان هم د افغانستان سفیر احضار کړی.

بلخوا په خوست ولایت کې سلګونو کسان د پاکستان پر ضد لاریون کړی دی.

Views: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version