ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په څلورو ولایتونو کې چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

21 Apr 2022 - 21:21
21 Apr 2022 - 21:21

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنې نن په کابل، ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې شوې چې له امله یې د ملکي کسانو ترڅنګ یو شمېر امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د مزارشریف ښار په یوه جومات کې وه چې له امله یې لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه پېښه نن (د غویي لومړۍ نېټه) شاوخوا یوه بجه د مزار شریف ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې په داسې حال کې وشوه چې خلک د ماسپښين لمانځه لپاره دغه جومات ته تللي وو.

د بلخ د عامې روغتیا ريیس نجیب الله توانا د وژل شوو شمېر ۱۲ او د ټپیانو ۳۱ کسان یادوي.

نوموړی زیاتوي چې د ۶ ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

خو د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وایي چې په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې د روغتون هغه لېست لاس په لاس کېږي چې پکې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو  ۸۷ ښودل شوی دی؛ خو ځایي مسوولین دا ارقام ردوي.

بلخوا ځایي امنیتي مسوولين وايي چې د کندوز ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د کندوز امنيې قوماندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي پژواک اژانس ته وویل چې نن غرمه نږدې ۱۲ بجې د قول اردو د فني کسانو چې زياتره يې مستریان وو، پر کاسټر موټر چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، ماین پر بایسکل ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې له امله يې څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وينا، په ټپيانو کې يوه ښځه او درې زده کوونکي لارویان هم شامل دي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر يوه رينجر موټر چاودنې له امله څلور سرتېري وژل شوي او يو بل ټپى دى.

د خوږياڼو ولسوال قاري صلاح الدين پژواک اژانس ته وويل، دا چاودنه نن سهار د دې ولسوالۍ په بره خوارانو سيمه کې  شوې وه، خو  تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ماين نوى ځاى پر ځاى شوى و که له پخوانيو جګړو پاتې و.

دغه راز نن د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند په فاضل بېک سیمه کې هم د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او دوه ماشومان یې ټپيان کړي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک  ته وویل، دا پېښه سهار یوولس نیمې بجې وشوه او د پېښې دوه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د مزار شریف د چاودنې مسوولیت داعش ډلې اخیستی، خو د نورو چاودنو لا تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې د سې شنبې په ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د درېیو پرله پسې چاودنو له امله د امنیتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، شپږ کسان ووژل شول او ۲۰  نور ټپيان شول.

د دې پېښې ټول ټپي او وژل شوي ماشومان او زده کوونکي وو، خو غیر رسمي سرچینو یې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودلې وه.

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version