ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې یو ځل بیا لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

29 Apr 2022 - 20:03
29 Apr 2022 - 20:03

کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) : د کابل ښار  شپږمه حوزه کې یوه جومات ته نږدې چاودنه شوې چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غویي په نهمه، پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې دا چاودنه د شپږمې حوزې اړونده د سرای علاو الدین د خلیقه صاحب په جومات کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

خو عیني شاهدان او نورې سرچینې د مرګ ژوبلې شمیره ډیره لوړه ښیي.

ویل کیږي چې چاودنه په یاد  جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته دذکر پر یوې حلقې شوې چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړي وو.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

 

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version