ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوکراین کې د ازادۍ راډیو یوه خبریاله وژل شوې

29 Apr 2022 - 20:39
29 Apr 2022 - 20:39

اټلانټا (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) :  ازادۍ راډیو وایي چې د یوکراین په پلازمینه کیف کې یې یوه خبریاله د روسیې په توغندویي برید کې وژل شوې ده.

د ازادې اروپا / ازادۍ رادیو د اوکراین څانګې ویلي دي چې وژل شوې خبریاله میرمن هیریچ نومېده، او جسد یې نن د جمعې په ورځ له هغې ویجاړې شوې ودانۍ د خاورو او تیږو لاندې موندل شوی؛ چې تیره شپه روسي ځواکونو په یو میزایل باندې په نښه کړې وه.

روسیې  هم  تائید کړې چې کیف ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش د سفر په ترڅ کې یې پر دغه ښار هوایي برید کړی دی چې یوه ژورنالیسته هم پکې وژل شوې ده.

خپاره شوي تصویرونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې ددې ودانۍ ښکتني پوړونه په برید کې سخت زیانمن شوي او  ودانۍ ته د نږدې موټرو ښیښې هم ماتې شوې دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف، ددې برید پړه منلې خو ادعا یې کړې چې د دوی “لرې واټن ویشتونکو میزایلو په پوره دقت سره” په کیف کې د ارټم توغندیو د فابریکې ودانۍ په نښه کړې ده. یوکرایني مقاماتو په دې هکله تبصره نده کړې چې ایا د توغندیو د جوړولو فابریکه پدغه برید کې په نښه شوې او که نه.

د کیف ښاروال ویتالې کلیچکو، ویلي، چې د ودانۍ د ویجاړیو لاندې یو مړی موندل شوی او پدغه برید کې ۱۰تنه نور ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزییات ورنکړل.

ازادۍ راډیو ویلي، میرمن هیریچ چې په ۱۹۶۷ کال کې زیږیدلې وه د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې یې د ازادې اروپا / رادیو ازادۍ سره کار کاوه. له هغه دمخه دغې ژورنالیستې د یوکراین په یو مخکښ تلویزیون کې دنده لرله.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د یوکراین په جګړه کې دوه تنه امریکایي ژورنالیستان وژل شوي وو.

Views: 70

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version