Pajhwok Afghan News

د کابل ښاروالي له هغو موټرو پیسې اخلي چې د سړکونو غاړو ته پارک کېږي

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د ښاروالۍ له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې پر اساس یې له هغو کسانو چې خپل موټر د سړک غاړې ته پارک کوي، پیسې اخلي؛ دوی دغه تصمیم د خپلو موټرو د امنیت لپاره یو معقول ګام ګڼي.

د کابل ښاروالۍ، په یوه بې‌ساري اقدام کې تصمیم نیولی، څو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له هغو کسانو چې خپل موټر د سړک غاړې ته پارک کوي پیسې واخلي او له موټرو یې ساتنه هم وکړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي پژواک سره په خبرو کې وویل، د ښاروالیو د قانون او هغو مقرراتو له مخې چې د کابل ښاروالي د خپلو عوایدو په برخه کې لري، د کابل ښار ټول سړکونه د حاشیه‌يي یا د سړک غاړو پارکېنګونو لرونکي دي.

هغه زیاته کړه، حاشیه‌يي پارکېنګونه په قراردادي ډول په کرایه ورکول کېږي او د کابل ښاروالي هره میاشت ترې پیسې اخلي.

نوموړي زیاته کړه، د قانون له مخې د کابل ښاروالي حق لري چې له خپلو ټولو عامه ځایونو لکه سړکونو، پلیو لارو او د عامه ملکیت له ټولو ساحو څخه د ښاري خدماتو فیس واخلي.

هغه وایي، د سړک د غاړې پارکېنګونه موقتي دي او هیڅکله موټرو ته دایمي پارکېنګونه نه شي کېدلی.

نوموړی زیاتوي: «ځينو مافیاوو پیاده‌روونه په کرایه ورکول؛ په داسې حال کې چې دا حق یې نه درلود؛ خو د کابل ښاروالي کولای شي چې د اړتیا په صورت کې دغه کار وکړي او حاشیوي پارکېنګونه هم د همدې لپاره جوړ شوي.»

د کابل ښاروالۍ ویاند په ډاګه کړه: «دا موضوع د نړۍ په ټولوهېوادونو کې دود ده؛ خلک دې له اړتیا پرته خپل موټر بازار ته نه راولي او پیاده دې راشي، څو ګڼه ګوڼه کمه شي او که موټر یې هم راوست نو د یوه دایمي پارکېنګ لټه دې وکړي؛ ځکه چې په ښار کې دایمي پارکېنګونه ډېر دي.»

هغه زیاته کړه: «دغه خدمات د دې لامل کېږي چې د خلکو موټر له هر پلوه په امن کې وي او که موټر ته ډېر لږ زیان هم ورسېږي، نو هغه څوک به ځواب ویونکی وي چې پارچه یې ورکړې ده. پارکېنګونه مطلقا په قانوني بڼه په کرایه ورکړل شوي دي.»

نوموړی وایي، د کابل ښاروالي د یوه مستقل بودجوي بنسټ په توګه له مختلفو برخو څخه خپل خاص عواید لري چې دا پيسې بېرته پر ښارونو مصرفېږي.

ده زیاته کړه، ټاکل شوې چې په روان کال کې د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ۱۸۱ پروژې پلې شي چې  ټول لګښت به یې له څلور میلیاردو افغانیو ډېر وي.

بارکزی وایي: «هغه لاسي پلورونکي چې په ښار کې په یو ډول تنظیم شوي، ښاروالۍ ته د عامه خدماتو فیس ورکوي او هرکله مو چې اراده وکړه د شرطنامې له مخې کولی شو له ښاره یې پاک کړو.»

د کابل ښار د افشارو سیمې یو اوسېدونکی فرهاد سرفراز، د ښاروالۍ د دغې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وایي: «خو په دې شرط چې دوی خپله ویلي، دغه پیسې چې د ښار له هر ځای څخه راټولېږي، په ریښتیا هم د کابل ښاروالۍ ته و سپارل شي او ښاروالي هم باید له دغو پیسو د ښار په رغونه کې ښه مناسبه ګټه واخلي.»

هغه وایي، دغه پیسې نه باید د مشخصو خلکو جېبونو ته لاړې شي او د کابل ښاروالي دې د دغو پیسو په ترلاسه کولو سره خپلو مکلفیتونو ته سمه رسېدنه وکړي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی شهرام بدخش وایي، په هغه صورت کې چې د ښاروالۍ کارمندان د پیسو په بدل کې له پارک شوي موټره ساتنه کوي، حق یې دی؛ خو که له موټره ساتنه نه کوي، نو بیا باج‌اخیستنه ده.

هغه وایي، ښاروالي کولی شي له هغو خلکو ملا ماتونکي جریمه واخلي چې په ناقانونه ځایونو کې چې د خلکو د مزاحمت لامل ګرځي خپل موټر پارک کوي؛ څو بیا ځلي داسې کار ونکړي.

د کابل ښار د یولسمې ناحیې یو اوسېدونکی ساحل لطفي وایي: «مخکې به مو چې کله خپل موټر د سړک یوې غاړې ته پارک کړ، نو د غلا کېدو اندېښنه به راسره وه؛ خو اوس چې دغه کار شوی خوښ یو.»

هغه زیاتوي، د کابل ښار د یوه اوسېدونکي په توګه د کابل ښاروالۍ له دغې پرېکړې هرکلی کوم؛ ځکه چې د کابل ښار د پارکېنګونو له کمښت سره مخ دی او دا یوه معقوله پرېکړه ده.

Views: 33

Exit mobile version