ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندخوی ښار مېوه‌پلورونکي: د ځانګړو شوو غرفو میاشتنۍ کرایه دې ټيټه شي

د اندخوی ښار مېوه‌پلورونکي: د ځانګړو شوو غرفو میاشتنۍ کرایه دې ټيټه شي

author avatar
15 Apr 2023 - 19:26
د اندخوی ښار مېوه‌پلورونکي: د ځانګړو شوو غرفو میاشتنۍ کرایه دې ټيټه شي
author avatar
15 Apr 2023 - 19:26

میمنه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۲): د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې یو شمېر مېوه او ترکاري پلورونکي په داسې حال کې دوی ته د ځانګړو شوو غرفو له لوړیې کرایې شکایت لري چې د ولسوالۍ ښاروالي وايي، د امکان په صورت کې کرایه ټيټوي.

دغه مېوه‌پلورونکي د خپل پلور له کموالي خبره کوي او وايي، د پلور کچه یې دومره ټيټه شوې چې ان نه شي کولای د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ ښاروالۍ ته کرایه ورکړي.

د اندخوی ښار د منډوي سړک مېوه‌پلورونکی امیدالله وايي، څو مياشتې وړاندې يې په ګرځنده ډول مېوه پلورله او له دې لارې یې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه پوره کول، خو کله چې ښاروالۍ له سړکه یوه غرفې ته انتقال کړ، نو د پلور کچه يې مخ په کمېدو ده، مېوې خرابېږي او خلک مېوې د ښار له نورو ځایونو پېري.

امیدالله وویل، ښاروالۍ له ده او نورو مېوه‌پلورونکو څخه د یوې فلزي غرفې پر سر ۱۰۵۰۰ افغانۍ واخیستې او د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ ترې د ځای کرایه اخلي؛ دغه پیسې د خرڅلاو بازار په نشتوالي کې د هغو خلکو لپاره یو دروند پیټی دی چې پانګه نه لري.

په ورته وخت کې، ترکاري پلورونکی نجیب‌الله هم ورته شکایت لري او وايي، مخکې یې د سړک پر غاړه شخصي غرفه درلوده، ښاروالۍ ترې د میاشتې ۱۲۰ افغانۍ اخیستې، د پلور بازار ښه و، خو له هغه راهیسې چې پر دوی یې جبري غرفې واخیستې، د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ د ځای لپاره ورکوي.

هغه زیاته کړه: «خلک د پېرلو وس نه لري، سږ کال وچکالي هم ده، کښت او کار ونشو، ټول اندېښمن دي؛ خو هر څومره مو چې وویل، څوک مو غږ نه اوري… موږ غواړو چې ځای کم کړي او نور د سړک غاړې پلورونکي هم راټول کړي څو خلک غرفو ته مراجعه وکړي.»

کچالو پلورونکی محمدیوسف وايي: «د ښاروالۍ دغه اقدام او د مېوو او ترکاري پلورلو لپاره د غرفو جوړولو په ښار کې نظم راوستی، خو د پلور نشتوالي له امله نه پوهېږم چې د خپلې کورنۍ ډوډۍ لپاره پیسې پیدا کړم او یا د غرفې او ځای  لپاره ښاروالې ته پیسې ورکړم.»

هغه له ښاروالۍ وغوښتل چې د غرفې پیسې دې کمې کړي.

د سبزیو او مېوو پلورونکو مشر (کلانتر) عبدالستار د غرفو جوړولو او ځانګړي ځای ته يې د لېږدولو له نوښته هرکلی کوي او وایي، دغه کار په ښار کې د نظم او د پېرودونکو لپاره د ځانګړي ادرس لامل شوی او نرخونه ورسره یو ډول کېږي.

نوموړي، د پلورونکو شکایتونه د غرفو د بیو په اړه تر یوه بریده پر ځای ګڼي او له ښاروالۍ غواړي چې پر هغو پیسو چې په میاشتني ډول یې له غرفه لرونکو څخه اخلي بیاکتنه وکړي او هغه کسان چې تر اوسه پر سړکونو فعالیت کوي، ټاکل شوي ځای ته یې ولېږدوي.

هغه زیاته کړې، د سبزي او مېوو پلورونکو ډېرې غوښتنې واقع‌بینانه نه دي، هغوی خپل توکي د سړکونو غاړو ته پر خاورو او ناپاکو ځایونو کې اچوي، په خپله خوښه بیه یې پلوري، عادت یې همداسې کړی چې نه غواړي په غرفو کې واوسي.

همداراز د سیمې یو مخور حاجي سیداسلم د ښاروالۍ له دغه اقدامه چې کسبه کارانو ته یې په ټاکلي ځای کې غرفې جوړې کړې ستایي او زیاتوي، د ښار په پاکوالي او نظم کې د لیدو وړ بدلونونه راغلي او ورسره د ترافیکي پېښو مخنیوی کېږي.

د اندخوی ښاروال داملا عتیق‌الله کریمي وایي، کسبه‌کارانو سړکونه او پلې‌لارې نیولي، نقلیه وسایل په سختۍ سره تګ راتګ کاوه، نو له همدې امله یې ټولو لاسي پلورونکو ته په ټاکلو ځایونو کې غرفې جوړې کړې دي.

کریمي زیاته کړه، تر اوسه په درېیو سړکونو کې ۱۶۰ غرفې په یوه اندازه جوړې شوې، پر هرې یوې  ۱۰۵۰۰ افغانۍ لګښت راغلی، له هرې یوې د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي.

هغه د غرفو د کرایې او بیې په اړه د کسبه‌کارانو شکایت په اړه وویل: «غرفې د کميسیون تر نظر لاندې په کمو بیو جوړې شوې چې د کسبه‌کارانو له خوا یې پیسې ورکړل شوې، خو د ځایي مسوولینو او مشورتي شورا د پرېکړې پر اساس د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ ترې اخیستل کېږي، خو بیا به هم مشوره وکړو، د امکان په صورت کې به کرایه کمه کړو.»

Views: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.