Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینهوو ته به د کار زمینه برابره شي.
فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې پر قتل یو تورن کس د مقتول د ورثهوو له لوري وژل شوی دی.
د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې بڼوال د تېر کال په پرتله د ممیزو په تولید او بیه کې د پام وړ کمښت له امله اندېښنه څرګندوي، خو سیمهییز سوداګر وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټیټېدل د قیصار ممیزو د بیه ټیټېدو لامل هم شوی دی.
د «د ښار د تنظیم او پراختیا جام» تر نوم لاندې د فوټسال ټورنمنټ چې د فاریاب د مرکز میمنې ښار د لسو ناحیو د ټېمونو ترمنځ د ښاروالۍ له لوري جوړ شوی و، د لومړۍ ناحیې د ټېم په اتلولۍ پای ته ورسېد.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په شېرینتګاب او اندخوی ولسوالیو کې یوه ځوان ځانوژنه کړې او یو بل وژل شوی دی.
فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یوه ځوانه ښځه د خپل خاوند له لوري د چاقو په وسیله وژل شوې ده.
فاریاب کې د خټکیو د حاصلاتو راټولولو موسم رارسېدلی، خو د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو لپاره د بازار او د ساتنې لپاره یې د سړوخونو له نشتوالي شکایت لري.
میمنه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په شیرین تګاب او کوهستان ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له
د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د تومانچې په ډزو وژل شوې ده.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په څو ترافیکي پېښو کې درې کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
میمنه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب ځيني اوسېدونکي د څښلو اوبو له کمښته شکایت لري او وایي، وچکالي او د کروندو خړوبولو لپاره د
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن