میمنه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د فاریاب پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خواجهموسی ولسوالۍ کې یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل او په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولین په وینا، د دغو دوو پروژو لګښت ۳۷ میلیون افغانۍ کېږي چې د همکارو موسسو له لوري ورکول کېږي.
د فارياب د پوهنې رييس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په خواجهموسی ولسوالۍ کې د «المار» لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار د ٢١ ميليون افغانيو په لګښت پیل شو.
جواد زياته کړه، دغه ښوونځی به نهه درسي ټولګي، يوه اداري خونه، يو لابراتوار، یوه د ساتونکو خونه، د تشنابونو لپاره اووه غرفې، د اوبو څاه، ٢٤٠ متره احاطوي دېوال، د زدهکوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ، پنځه پایې لپټاپ کمپیوټرونه او د لوبو میدان ولري او پر درې زره مترمربع ځمکه به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.
هغه زياته کړه چې د دې ودانۍ په جوړېدو به د ٤٦٨ زدهکوونکو لپاره د زدهکړو مناسب ځاى نشتوالي ستونزه هواره شي.
بلخوا، د دغه ولایت په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د یوه مختلط لومړني ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فارياب د پوهنې رييس وايي، دغه ودانۍ د شيرينتګاب ولسوالۍ د «چوکازایي» ښوونخي اړوند ده چې شپږ درسي ټولګي، يوه اداري خونه، د لابراتوار خونه، د ساتونکي خونه، د تشنابونو لپاره اووه غرفې، د اوبو څاه، ٢٤٠ متره احاطوي دېوال، د زدهکوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ، پنځه پایې لپټاپ کمپیوټرونه او د لوبو يو ميدان لري چې پر درې زره مترمربع ځمکه په اساسي ډول جوړه شوې ده.
بلخوا، د سيمې اوسېدونکو او د زدهکوونکو والدينو یادو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو په اړه خوښي څرګندوي او وايي، ماشومان یې په ګرمي او یخنۍ کې په خېمو کې زدهکړې کولې او له ستونزو سره مخ وو.
د فاریاب د خواجهموسی يو اوسېدونکی نصرالله وايي، د مناسبې ودانۍ نه درلودو له امله د سيمې ماشومان له زدهکړو سره چندان لېوالتيا نه درلوده؛ ځکه په خېمو او يا هم ازاده فضا کې یې درس وایه، خو د یادې ودانۍ په بشپړېدو سره به دغه ستونزه حل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن