ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب د قیصار بڼوال د ممیزو په تولید او بیه کې د کمښت له امله اندېښمن دي

د فاریاب د قیصار بڼوال د ممیزو په تولید او بیه کې د کمښت له امله اندېښمن دي

author avatar
14 Nov 2023 - 17:39
د فاریاب د قیصار بڼوال د ممیزو په تولید او بیه کې د کمښت له امله اندېښمن دي
author avatar
14 Nov 2023 - 17:39

میمنه (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې بڼوال د تېر کال په پرتله د ممیزو په تولید او بیه کې د پام وړ کمښت له امله اندېښنه څرګندوي، خو سیمه‌ییز سوداګر وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټیټېدل د قیصار ممیزو د بیه ټیټېدو لامل هم شوی دی.

کوم راپور چې پژواک تېر کال خپرو کړی و، بڼوالو د خپلو حاصلاتو ډېرېدو ته خوښ وو او سوداګرو ویلي وو چې له دې ولسوالۍ په یوه اونۍ کې ۵۰ منه ممیز بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو هېوادو ته صادریږي.

د قیصار ولسوالۍ یوه بڼوال صوفي نصیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ژمي سړې هوا او دوامدارې وچکالۍ له امله ۵۰ سلنه باغونه زیانمن شوي او دغه راز سوداګرو هم د ممیزو بیه ۴۰ سلنه ټیټه کړې ده.

نوموړي وویل چې تېر کال یو من تور ممیز په ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل او سږ کال له ۸۰۰ افغانیو لوړ نه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «د قیصار بڼوال د اوبو له کمښت سره مخ دي، د ژورې څاه پر کیندلو پنځه تر لس لکو لګښت راځي، مګر دا چې خپل باغ وپلوري او د دې ترڅنګ چې د څاه اوبه بسنه نه کوي، په کرنه او بڼوالۍ کې یې هم ښه پایله نه ده ورکړې.»

دغه بڼوال وايي چې له یوې خوا وچکالۍ کروندګر او بڼوال زیانمن کړي او له بلې خوا له ایران او پاکستانه زرګونه ایستل شوي افغان کډوال د کار په لټه کې دي، که حکومت د قیصار چک‌ډیم جوړ نه کړي او د خلکو د اوبو کمښت ستونزې ته رسېدنه ونه کړي، باغونه به د اوبو نشتون له امله له منځه لاړ شي او زرګونه نور کسان به زیانمن او بی‌کاره شي.

د قیصار یو بل بڼوال عبدالمنان وايي چې تېر کال یې له خپل بڼ څخه پنځه خرواره ممیز ترلاسه کړي وو او سږ کال یې له درې خروارو کم حاصل ترلاسه کړی چې د مصرف او زیار پیسې یې هم نه پوره کوي.

نوموړي هم د ژمي سخته سړه هوا او وچکالۍ د باغ د حاصلاتو د کمېدو لاملونه بولي او وايي، د هوا ګرموالي له امله انګور وده ونه کړه او څه چې د سړې هوا او وچکالۍ څخه پاتي وو، د یو ډول حشرې او چینجیو خوراک شوي.

هغه له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره دې د قیصار چک‌ډیم جوړ کړي، له دې پرته به په څو راتلونکو کلونو کې باغونه له منځه لاړ شي، د قیصار ولسوالۍ ځمکې به په للمي بدلې شي.

بلخوا فاریاب کې د ممیزو سوداګر جلال‌الدین وايي چې دوی تېر کال د بازار په ورځو کې له قیصاره دوه تر درې موټره ممیز اخیستل او کابل او کندهار ته یې بارول، خو سږ کال د باغونو حاصلات د کمیت او کیفیت له اړخه کم شوي او په یوه اونۍ کې یوازې یو موټر باروي.

هغه زیاته کړه چې اوسمهال یو من (اووه کیلو) تور معمولي ممیز د قیصار په مارکیټ کې تر زرو افغانیو پېرل او پلورل کېږي.

د ممیزو یو بل سوداګر محمدنعیم وايي چې د قیصار ممیز د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو ته په پام سره بیو کې ډېر توپیر نه دی راغلی او د بڼوالو په ګټه ده.

د هغه په خبره، تېر کال بڼوال یو من ممیز په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل او په مقابل کې به یې یوه پنځه لېتره د غوړیو بوشکه په ۹۰۰ افغانۍ اخیسته او سږ کال یو من ممیز په زر افغانیو پلوري او له دوو بوشکو څخه ډېر غوړي اخلي.

نوموړي په هېواد کې د شته امنیت، د حکومت د اقتصادي سیاست او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو ستاینه کوي او وايي، ویاړي چې تېر کال یو من ممیز په درې زره پاکستانۍ کلدارې وو او سږ کال یې په شپږ زره کلدارو پلوري.

د قیصار ممیز خرڅولو مارکېټ یو پلورونکی سیدانور د ممیزو د اندازې او بیې د ټیټېدو په اړه وايي، تېر کال یو ډالر ۹۰ افغانۍ محاسبه کېده او یو من (اووه کیلو) ممیز په ۱۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل.

خو هغه زیاته کړه، که سږ کال پرتله شي، د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ارزښت ټیټ شوی، یو ډالر په ۷۰ افغانۍ تبادله کېږي او یو سېر تور ممیز په ۱۰۰۰ افغانیو پلور کېږي چې د خوښۍ او نیکمرغۍ ځای دی.

نوموړی تاییدوي چې د بڼوالو حاصلات د ژمي، وچکالۍ او کافي اوبو نشتون له امله ۳۰ سلنه کم شوي خو که د اوبو په برخه کې اړین ګامونه پورته نه شي، بڼونه به نور هم زیان وویني او د قیصار د خلکو اقتصاد به د ممیز د تولید په برخه کې زیان وویني.

دغه راز، د قیصار ولسوال داملا سعادت قیصاري د بڼوالو شکایتونه مني او وايي، د تېر کال په پرته د ممیزو تولید او بیه ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.

نوموړي وویل چې که تېر کال یو بڼوال ۱۰۰ منه ممیز ترلاسه کول، سږ کال ۵۰ منو ته راټیټ شوي دي.

هغه وايي، قیصار د فاریاب لومړۍ درجه او ډېر نفوس لرونکې ولسوالي ده چې ډېری اوسېدونکي یې بڼوال، مالدار او کروندګر دي چې د پرله پسې وچکالیو له امله زیانمن شوي او له بل پلوه هره ورځ له ایرانه او پاکستانه ایستل شوي ډېره شمېر کډوال په بېلابېلو سیمو کې مېشتېږي.

هغه د ولایت له رهبرۍ او مرکزي حکومته وغوښتل څو د قیصار د څښاک او زراعتي اوبو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې ولسوالۍ کې چک‌ډیم جوړ کړي.

د فاریاب د زراعت ریاست د چارو د امر مرستیال، مولوي نورالله متوکل د بڼوالو د شکایتونو د منلو ترڅنګ وویل، دوې لویې ستونزې، د ژمي بې‌ساري ساړه او وچکالي د دې لامل شوي چې د قیصار د ممیزو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه کموالی راشي، خو د ممیزو بیه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو ته په کتو د بڼوالو په ګټه ده.

نورالهدا زیاته کړه، بڼ اوبو ته اړتیا لري، خو د پسرلي له موسمي اوبو څخه سمه ګټه نه اخیستل کېږي، د کرنې وزارت هڅه کوي چې د وړو بندونو جوړولو له لارې اوبه کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه، د فاریاب په ۱۷ ولسوالیو کې د ۱۷ بندونو سروې بشپړه شوې او د جوړولو چارې به یې ژر تر ژره پیل شي چې د بڼوالو د اوبو د کمښت ستونزو د حل په برخه کې به مرسته وکړي.

هغه دغه راز وویل، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست چې فاریاب ته یې سفر کړی و، د ژمنې له مخې به د پشتونکوټ دهندرې او المار کې د دوو لویو چک‌ډیمونو جوړلو چارې هم پیل شي.

Views: 126

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.