Language

د فاریاب – جوزجان پر لویه لار ترافیکي پېښه کي پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میمنه (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۳): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي چې د فاریاب – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د خانچارباغ ولسوالۍ د پېښو د ځای د څېړنې امر دوست‌محمد دوست وویل، نن له غرمې مخکې د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ مربوطاتو کې چې د خانچارباغ له ولسوالِ سره پوله لري، ترافیکي پېښه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، یو کرولا موټر چې له فاریابه جوزجان ته پر لاره و، د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ مربوطاتو کې له یوه ټېلري موټر سره ټکر کړی چې له امله یې د کرولا دوه سپرلي مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي محمدرفیق احسان اوغلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې مړه او ټپیان ټول د فاریاب د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکي دي.