منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فاریاب کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۴۲ کتنې · تازه شوی

میمنه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د فاریاب ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په شیرین تګاب او کوهستان ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ترافیکو مدیریت د حادثاتو آمر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام د شیرین تګاب ولسوالۍ «قلعه تاش» سیمه کې د یوې سراچې او یوې ریکشا د ټکر له امله ریکشا چلوونکی مړ شوی دی.

هغه د یادې پېښې لامل د سراچې موټر چټک سرعت یاد کړی زیاته یې کړه، موټرچلوونکی نیول شوی دی.

دغه راز د حادثاتو آمر زیاته کړه چې نن ماسپښین د کوهستان ولسوالۍ اړوند «قلعه لولاش» سیمه کې د یوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

 هغه زیاته کړه چې یاده پېښه د سړک خرابوالي له امله رامنځته شوې ده.

د لولاش کلینیک آمر ډاکټر غلام‌رسول د یادې پېښې د ټپيانو له ډلې د یوه ټپي وضعیت نازک ښودلی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې