Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د اوبدنې صنعت کمرنګه کېدل؛ «حکومت دې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي»

مېمنه (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): فاریاب کې د لاسي صنایعو او ورېښمنۍ چپنو پلورونکي او تولیدوونکي د اوبدلو صنعت پر کمرنګه کېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د دغه صنعت ملاتړ وشي، سلګونه ښځو او نارینه‌وو ته به د کار زمینه برابره شي.

هغوی د ورېښم او ټوکر اوبدنې صنعت کمرنګه کېدو لامل د اقتصادي امکاناتو نشتوالی، د بهرنیو تولیداتو تورید او د تېرو حکومتونو د ملاتړ او پاملرنې نه شتون بولي.

خو د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ خونه وايي، د کارګاوو او روزنیزو مرکزونو په جوړېدو د لاسي، په ځانګړې توګه ورېښمني صنایعو بیا ځلېدو لپاره هڅې پیل شوې دي.

د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې کارخونې مسوول فریدون وايي، په دې کارخونې کې شپږ کسان کار کوي چې له ورېښمو چپنې، ټکري، دستمالونه، خولۍ او د ناوې او زوم ځانګړې جامې اوبي.

نوموړي زیاته کړه، بهرني توکي چې ډېری یې د افغانستان له لاسي صنایعو کاپي شوي، تولیدېږي او پلورل کېږي چې له امله یې داخلي کارخونو کې د محصولاتو بیه د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه ټیټه شوې ده.

هغه وویل: «په لاس جوړه شوې یوې ورېښمنې چپنې بیه شپږ زره افغانۍ، د یوه پنځه تخته‌یي ټکري بیه ۲۵۰۰ افغانۍ او د یو رومال بیاه ۱۲۰۰ افغانۍ ده خو له بهره چې کوم ماشیني او جعلي جنسونه واردېږي، بازار کې په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي چې له امله یې په اندخوی کې د اوبدنې صنعت د له منځه تلو په حال کې دی.»

هغه زیاته کړه، که حکومت پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي، په هېواد کې دننه به د اوبدنې صنعت بیاځلي وځلېږي او د خلکو او هېواد اقتصاد به وده وکړي.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ یو ۵۵ کلن اوسېدونکی چې اوس‌ په اندخوی کې په یوه کارخونه کې کار کوي وايي، دغه کار ورته له نېکونو په میراث پاتې دی، کله چې ۲۰ کلن و، اوبدل یې پیل کړي دي.

هغه زیاته کړه، ۳۰ کاله مخکې د اوبدلو کارخونې ډېرې وې او خلکو به خپلې ډېرې اړتیاوې له لاسي صنایعو څخه پوره کوله خو اوس ډېری خلک له خارجي تولیداتو ګټه پورته کوي.

د اندخوی یو مخور سید منصور صالحي وايي چې په نږدې تېرو وختونو کې د دې ولسوالۍ په ډېرو کورونو کې د ورېښم او ټوکر اوبدنې کارخونې وې او خلکو به له لاسي صنایعو استفاده کوله خو د لازمو امکاناتو نشتوالي، فرهنګی یرغل او د بهرنیو توکو تورید د اوبدنې صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

صالحي زیاته کړه یوه ورېښمني چپنه په یوه اونۍ کې اوبدل کېږي، خو چین هېواد هغه کاپې کړې او په یوه ساعت کې زرکونه متره بې‌کیفیته تکه چې استفاده یې انسان ته هم زیان لري، تولیدوي او په ډېر ټيټ قيمت یې پلوري.

هغه زیاته کړه چې که حکومت د ورېښمني توکو اوبدنې له کارخونو ملاتړ وکړي، دغه صنعت به یو ځل بیا وده وکړي او سلګونه ښځې به د ورېښمو چینجي تربیه کولو، وشنلو، اوبدلو او پلور برخو کې په کار بوختې او له دې لارې به خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

هغه زیاته کړه، د په لاس ګنډلې نخي یا ورېښمي چپنې کیفیت په ۳۰ کلونو کې تغییر نه کوي، خو هغه ماشینې چپنې او کالي چې له چین هېواد واردیږي، ان یو کال هم دوام نه کوي.

په اندخوی کې د یوې لېسې ښوونکی فیاض‌الدین البرز وايي چې مخکې به په هر کلي او سیمه کې د اوبدلو دستګاه موجوده وه او ځايي خلکو به له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کولې، خو اوس په ټوله ولسوالي کې له دوو کارخونو ډېرې نشته.

هغه وویل چې حکومت باید له اوبدونکو د ملاتړ لپاره پر وارداتي، په ځانګړې توګه پر چینايي او پاکستاني توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي او ورته مهال د هېواد سوداګر باید د لاسي صنایعو برخه کې د پانګونې ترڅنګ دغه هنر نړۍوالو بازارونو ته هم وړاندې کړي.

هغه خپلې اوغوستې چپنې ته په اشاره وویل: «د دې چپنې تکه مې د حاجي قطب‌الدین له کارخونې واخیسته چې له ګنډلو سره په ۵۵۰۰ افغانیو تمامه شوه چې ښايي د لسو ماشیني چینايي چپنو بیه وي، خو د وطن‌والو دغه ارزښتمنې، باکیفیته او ظریفې جامې ډېر ارزښتمنې دي او روغتیا ته مې هم ګټه لري.»

د میمنې ښار پر جمهوریت سړک چپن پلورونکی حاجي محمدنسیم وايي چې د لاسي صنایعو تولید، پېر او پلور د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ پيکه شوی او دا مهال د هغه د هټۍ ۲۰ سلنه مال لاسي صنایع او پاتې اتیا سلنه نور د چین هېواد تولیدات دي.

نوموړي د لاسي صنایعو د تولید او پلور کچې ټیټېدو لامل د بهرنیو تولیداتو واردېدل او د خلکو کمزوری اقتصاد وباله او ویې ویل، چپنې، پګړۍ، خولۍ، واسکټونه او ځینې نور باکیفیته او قیمتي لاسي صنایع هغه کسان اخلي چې بډایه وي او کیفیت ته اهمیت ورکوي او بهرني توکي ډېری خلک د ډالیو او مراسمو لپاره اخلي.

د هغه په خبره، د تارونو او ورېښمو یوه چپنه له دوه تر شپږ زره افغانیو پورې پلورل کېږي، خو یوه چینایي چپنه له درېیو سوو تر زرو افغانیو بیې لري.

هغه وویل، د فاریاب په کچه د اوبدنې او لاسي فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راغلی یوازې خواجه سبزپوش، شېرین تګاب، پلچراغ او اندخوی ولسوالیو کې د ګوتو په شمېر خلک اوبدنه کوي.

یو بل چپن‌پلورونکی محمد نعیم وایي چې د خپلو نیکونو د ۸۰ کلنې پېشې ته دوام ورکوي.

هغه هم د لاسي تولیداتو له کموالي شکایت وکړ ویې ویل: «مخکې به چې کوم جنسونه په فاریاب کې له تارونو او ورېښمو اوبدل کېدل، له هغو به یې ګپیچې، لونګۍ او خولۍ ګنډلې، خو اوس د هغو چپنو کاپي راوړل کېږي او خیاطان یې په فاریاب، جوزجان او بلخ کې ګنډي او په ډېرو ناچیزو بیو یې پلوري.»

خو د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس قاري نقیب‌الله حنفي وایي، د لاسي صنایعو، په ځانګړي ډول د ورېښمو او تارونو منسوجاتو غوړېدا لپاره د کارخونو او روزنیزو مرکزونو جوړېدو هڅې پیل شوې دي.

حنفي وویل چې په دې وروستیو کې میمنې ښار، خواجه‌سبزپوش او قیصار ولسوالیو کې د ورېښم اوبدنې ۴۰ کارګاوې فعالې دي او هغو کې ۶۰ کسان د ورېښمو او تاري منسوجاتو برخې لکه د چپنو، څادرونو، دستمالونو او لونګیو اوبدنې بوخت دي.

نوموړي زیاته کړه، له هرې کارخونې سره د دې ترڅنګ چې خپل امکانات او شخصي سرمایه لري، له څلورو تر پنځو زرو ډالرو مرستې هم شوې او د هغو کسانو ته چې په روزنه بوخت دي د زده‌کړه‌ییز پروګرام په پای کې کاري وسایل او لازمې مرستې هم وشي څو هغوی خپله تولیدات ولري.

ده د اوبدونکو او د لاسي صنایعو پلورونکو د منفي او ماشیني توریداتو د شکایتونو په اړه وویل، مخکې به خلکو له لاسي صنایعو چې له ښه کیفیته برخمنې وې استفاده کوله، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان بازارونو ته بې کیفیته توکي وارد شوي او لاسي صنایع یې متاثره کړي دي.

بلخوا د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ رییس ډاډ ورکوي چې راتلونکی به د اوبدونکو او لاسي صنایعو وضعیت ښه شي؛ ځکه چې د مرکزي چارواکو سپارښتنو له مخې په ګمرکونو کې پر وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې او راتلونکي کې به د لاسي تولیداتو پېژندنې په موخه نندارتونونه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.