ژبه

د اسلامي امارت مشر: په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې باید له غفلته ډډه وشي

زرغونه صالحی

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۳۰

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر له یو شمېر علماوو او د ځینو بنسټونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د ادارو ترمنځ د همکارۍ او په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې د مسوولینو د نه‌غفلت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکي چې شیخ هبت‌الله اخندزاده نن د جهادي مدرسو له مهتممینو او استادانو، د دیني خپرونو د کره کتنې او د دارالایتامونو له مسوولینو او یو شمېر نورو علماوو سره کتلي دي.

هغه په دې کتنه کې ویلي: «غفلت مه کوئ، د خپل مقصود څخه غافل نه شئ، په ادارو کې دې مسوولین هم له غفلت څخه ځانونه وساتي او کوښښ دې وشي چې په سیاسي، اقتصاي او نظامي میدانونو کې هیڅ ډول غفلت ونه شي، په ټولو برخو کې له غفلت څخه ځانونه وباسئ، او نن الله جل جلاله د دیني خدمت ښه موقع په لاس درکړې ده، په اوس زمانه کې شریعت راپورته کول صبر او استقامت غواړي، د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ چې کوښښ وشي د دې موقع څخه ښه استفاده وشي، له نورو ادارو سره همکاري وکړئ او خپلو منځونو کې یو پر بل ډېر اعتماد ولرئ، په کار ده چې علماء کرام خپل مسوولیت په ښه توګه اداء کړي.»

د اسلامي امارت زعیم دغه‌راز زیاته کړې چې علما باید د دیني ارزښتونو د ساتنې، د ټولنې د اصلاح، د شریعت د پلي کېدو، د منبر له لارې د تعلیم او تعلم او د دعوت او نصیحت له لارې د خلکو د پوهاوي او فکري روزنې لپاره هڅې وکړي.

هغه د علم پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولنې اصلاح د علم او دیني زده‌کړو له لارې شونې ده.

ده زیاته کړې: «د طالبانو او شاګردانو په تعلیم، تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن په جوړولو کې زیات کوښښ وکړئ، د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه توجه وکړئ او له عبثیاتو څخه یې راوګرځوئ، د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته مساعده کړئ، د مطالعې فکر په کي پیدا کړئ او اهمیت یې ورته بیان کړئ، طالبانو ته باید دین او حدیثونه ښه ورزده شي چې هر ځای ودریږي ښه بیان وکړي.»

د فطرت د معلوماتو له مخې، د غونډې په پای کې ګډونوالو د اسلامي امارت له مشر سره خپل بیعت تازه کړ او ژمنه یې وکړه چې د شرعي نظام د ملاتړ لپاره به هڅې کوي.