کندهارښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۵ ): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې یو شمېر بزګران وایي، له هغه وروسته چې د شاتو مچۍ ورکړل شوې او تولیدات یې پیل شوي، اقتصادي وضعیت یې ښه شوی او که ورته پروګرامونه دوام پیدا کړي، بزګران به نور غیرقانوني کښتونو ته مخه نه کوي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل، د شاتو مچیو دغه پروژه د نشهيي توکو د کرکېلې د بدیل په موخه پلې شوې، څو بزګرانو ته حلالې او دوامدارې عایداتي سرچینې برابرې شي.
هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د شاوليکوټ ولسوالۍ له ۲۰ بېوزلو بزګرانو سره د شاتو مچیو مرسته کړې وه چې اوس یې د شاتو راټولولو لړۍ پیل کړې ده.
حقمل زیاته کړه: «هڅه کوو بزګرانو ته داسې بدیلې لارې برابرې کړو چې هم مشروع عاید ولري او هم یې اقتصادي ستونزې راکمې شي؛ د شاتو مچۍ د کندهار له اقلیم سره مناسبه پروژه ده او ښه پایلې یې ورکړې دي.»
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر ضد ادارې د مالدارۍ برخې مسوول قدرتالله بهادر وایي، دغه پروژه د بدیل معیشت پروګرام برخه ده چې موخه یې بزګرانو ته د قانوني او پایدارو اقتصادي فرصتونو برابرول دي.
هغه وویل، پر دغه پروګرام شاوخوا ۱۶ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی او هڅه کېږي هغه کورنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوامدارو عایداتي سرچینو ته وهڅول شي.
د شاوليکوټ ولسوالۍ یو بزګر محمدعوض مردان وایي، له دې پروژې سره یې اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.
د نوموړي به خبره: «پخوا له اقتصادي ستونزو سره مخ وو، خو اوس مو د شاتو د تولید له لارې عاید پیدا کړی؛ د انارو د ګل شات ښه کیفیت لري او خلک یې په مناسب قیمت اخلي.»
بل بزګر عبدالرحمن هم وایي، د شاتو مچیو روزنې دوی ته نوې هیله ورکړې، خو د ورته مرستو پر دوام ټینګار کوي.
هغه پژواک ته وویل، دوی د لومړي ځل لپاره د انارو د ګل شات ترلاسه کړي او که دا ډول پروګرامونه دوام وکړي، بزګران به د کوکنارو او نورو نشهيي بوټو کر ته اړتیا ونه لري.
د بزګرانو د معلوماتو له مخې، تر اوسه یې لسګونه کیلوګرامه شات راټول کړي، خو لا هم یو شمېر صندوقونه پاتې دي چې شات ترې نه دي ایستل شوي.
دوی وایي، د دغو شاتو د یوه کیلوګرام بیه له ۶۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو پورې ده او د انارو د ګل د شاتو بیه د هغو د ځانګړتیا له امله، د نورو شاتو په پرتله شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ لوړه ده.
د شاتو د تولید برخې متخصص انجنیر محمدالله نوري وایي، کندهار د طبیعي شاتو د تولید لپاره مناسب اقلیم لري او په دغه ولایت کې د ریحان، پلوڅې، شینشوبي او انارو د ګلونو شات په پراخه کچه ترلاسه کېږي.
هغه زیاتوي: «د کندهار اقلیم د شاتو مچیو لپاره ډېر مناسب دی؛ مچۍ دلته د بېلابېلو بوټو له ګلونو شات راټولوي، په ځانګړي ډول د ریحان شات ځانګړی شهرت لري.»
اقتصادي شنونکي هم باور لري چې د بدیل معیشت پروګرامونه نه یوازې د نشهيي توکو د کرکېلې په کمېدو کې مرسته کوي، بلکې د کلیوالو کورنیو د اقتصاد د پیاوړتیا، د کارموندنې او د سیمهییزو بازارونو د فعالېدو لامل هم ګرځي.
د یادونې ده، په کندهار کې د نشهيي توکو د کرکېلې له کمېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشوره زعفران، انجه، مرخېړي او د املوک او پستې باغونه هم د بدیلو او ګټورو کښتونو په توګه معرفي شوي دي.