ژبه

د تدارکاتو کمېسیون د ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظور کړې

Ahmad sohaib

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۴۷

Views: ۱

 

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې شوې او په لسو نورو پروژو کې لازم تعدیلونه تایید شول.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې  نن (شنبه) د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د مرمرینې ماڼۍ په مقر کې جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي، غونډې ته ۳۰ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او  له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۲ پروژې منظورې او په ۱۰ نورو پروژو کې یولړ تعدیلونه منظور شول.

د خبرپاڼې له مخې، د دوه پروژو قراردادونه د قراردادي شرکتونو د کاري نیمګړتیاوو له امله لغوه او پرېکړه وشوه چې د همدې پروژو له جملې دې د نخاس سړک له پيل تر امید سبز ښارګوټي پورې د سړک جوړونې پروژه کابل ښاروالۍ تطبیق او د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند پروژه دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د خبرپاڼه له مخې، تدارکاتو کمېسیون همداراز پرېکړه وکړه چې څلور هغه پروژې دې بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې شي چې په تدارکاتي پروسو کې یې ستونزې موجودې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې ترڅنګ د دوه پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په منظور شوو پروژو کې د بغلان ولایت په خوست فرنګ او د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالیو کې د روغتونونو جوړول، د کابل ښار د یوشمېر داخلي سړکونو جوړول، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع شبکو تطبیق او ځینې نورې پروژې شاملې

سرچینه دغه راز زیاتوی، همدارنګه په تعدیل شوو پروژو کې د مالیې وزارت اړوند د دارالامان کمپلکس، د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون او په کابل ښار کې د الشفاء روغتون او یوشمېر نورو پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دی. یادې ټولې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.