کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نفتو د تصفیې او پروسس برخه کې د یوه ګډ سهامي شرکت رامنځته کېدو پرېکړه شوې او د داسې يوې فابريکې جوړول هم په پام کې دي چې د ورځې به د پنځه زره ټنه ډېزل او پټرولو د تصفيې وړتيا ولري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو لپاره د جوړې شوې کمېټې دویمه ناسته د دې خونې د عمومي رییس سیدکریم هاشمي او د صنایعو او کانونو خونې د عمومي رییس احمد نبيزاده په مشرۍ ترسره شوه.
سرچینه وايي، په ناسته کې د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو، د پانګونې د فرصتونو او د شرکت د عملي فعالیتونو د پیل د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
د خبرپاڼې له مخې، له مطرح شوو موضوعاتو وروسته پرېکړه وشوه چې په لومړي ګام کې دې د نفتو د تصفیې او پروسس برخه کې ګډ سهامي شرکت جوړ شي.
سرچینه زیاتوي، د دې طرحې په لومړي پړاو کې د نفتو د تصفیې او پروسس د یوې معیاري فابریکې جوړول په پام کې نیول شوي چې د ورځې به د پنځه زره ټنه ډېزلو او پټرولو د تولید ظرفیت ولري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دغه فابریکه به د عصري ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په کارولو، د سیمې هېوادونو له معتبرو معیارونو، د افغانستان له ملي نورمونو او معیارونو او د کیفیت، خوندیتوب او چاپېریالساتنې له اصولو سره سم طرحه او جوړه شي.
سرچینې زیاته کړې، د فابریکې د جوړېدو موخه د کورني بازار د اړتیاوو د یوې برخې پوره کول، د نفتو په تصفیه شوو محصولاتو کې د وارداتو اتکا کمول، د پانګونې جلب، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په هېواد کې د نفتو د تصفیې او پروسس صنعت پراخول دي.
په ناسته کې د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو حقوقي، تخنیکي، مالي او اجرائیوي پړاوونه هم وڅېړل شول او د کمېټې تخنیکي غړو ته لارښوونه وشوه چې لازمې څېړنې او مطالعات ترسره او خپلې طرحې او وړاندیزونه د راتلونکو ارزونو او پرېکړو لپاره وړاندې کړي.
د يادونې ده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د روان کال د زمري میاشتې په ۲۷مه د یوه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو هوکړهلیک لاسلیک کړی و چې له مخې یې ټاکل شوې د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګهوالو پانګې راټولې او د لویو پروژو د تمویل لپاره ترې ګډه استفاده وشي.