ژبه

د اسلام‌کلا له بندره څه باندې ۳۴ ټنه بې‌کیفیته توکي بېرته کرځول شوي

هجرت‌الله کاکړ

جون 4, 2026 - 2:37 pm

Views: 11

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): د معیار او کیفیت اداره وایي، په اسلام‌کلا بندر کې یې څه باندې ۳۴ ټنه بې‌کیفیته ودانیز او برېښنایي توکي بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي.

یادې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي په موخه په اسلام‌‌کلا بندر کې د ودانیزو او بریښنايي توکو دوه محمولې چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته صادروونکي هېواد ته وګرځول شوې.

سرچینې زیاته کړې، په دغو توکو کې ۱۷۶۸۰ کیلوګرامه بېټرۍ او ۱۶۶۳۰ کیلوګرامه نبشي ډوله اوسپنه شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد توکي د اسلام‌‌کلا بندر د معیار او کیفیت امریت له لوري د کیفیت د تثبیت او کنټرول د بهیر په لړ کې وارزول شول او ترسره شوو څېړنو وښوده چې له ټاکلي او اړین کیفیته برخمن نه وو.

سرچینې لیکلي، د معیار او کیفیت اداره په دوامداره توګه د بې‌کیفیته توکو د واردېدو مخنیوی کوي او د مصرفوونکو د کیفیت، خوندیتوب او باور د تأمین په لاره کې عملي ګامونه پورته کوي.