ژبه

غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

واحدالله جمعه‌زاده

جون 4, 2026 - 3:50 pm

Views: 6

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵): په غزني ولایت کې د اختر په مناسبت د «اسلامي اسانه واده» تر سرلیک لاندې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د یادو مراسمو تنظیموونکي سید ګل‌احمد معتمدي وویل چې دغه پروګرام د اسانه ودونو دودولو، د لوړو لګښتونو مخنیوي او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا په موخه ترسره شو.

هغه زیاته کړه، په دغو مراسمو کې د غزني ښار او یو شمېر ولسوالیو زرګونو عامو خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو ګډون کړی و.

دی زیاتوي، اسلام پر اسانه او له تکلفه لرې واده ټینګار کوي او د ودونو ګډ مراسم د همدغه اسلامي ارزښت د عملي کولو یوه اغېزناکه لار ده.

هغه زیاته کړه: «د دغو مراسمو مهم پیغام د افغانستان د خلکو ترمنځ یووالی، ورورولي او همغږي ده. په دغه پروګرام کې د غزني له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د بېلابېلو قومونو ۸۰ جوړو ګډون کړی دی.»

نوموړي د ودونو پر لوړو لګښتونو نیوکه وکړه ویې ویل چې بې‌ځایه مصرفونه د ډېرو کورنیو لپاره اقتصادي ستونزې رامنځته کوي، خو ګډ مراسم د دغو ستونزو کمولو لپاره اغېزناکه لاره ده.

د معتمدي په خبره، پر دغو مراسمو شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د غزني د دیني عالمانو، سوداګرو او خیریه خلکو له لوري برابر شوی دی.

هغه وویل، د هرې جوړې لپاره د کورنۍ د اړتیا وړ یو شمېر توکي هم د واده د ډالۍ په توګه برابر شوي وو.

د دغو جوړو له ډلې یوه زوم محمدنبي وویل، خوښ دی چې په دغو ګډو مراسمو کې یې واده وشو.

هغه زیاته کړه: «که مې واده په شخصي ډول ترسره کاوه، ښایي د زیاتو پورونو اخیستو ته اړ شوی وای، خو اوس مې په لږ لګښت خپل ګډ ژوند پیل کړ.»

بلخوا، یوې ناوې فاطمې هم وویل چې د واده اصلي موخه د یوې کورنۍ جوړول دي، نه د لوړو لګښتونو او تشریفاتو ترسره کول.

هغې زیاته کړه: «خوښه یم چې زموږ واده په ساده او اسلامي بڼه ترسره شو؛ هیله لرم چې نورې کورنۍ هم له غیر ضروري لګښتونو ډډه وکړي.»

ورته مهال، د غزني ښار یوه اوسېدونکي عبدالواحد وویل، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې ډله‌ییز ودونه د ځوانانو لپاره مناسب فرصت برابروي او د درنو لګښتونو او پورونو مخه نیسي.

هغه وویل: «په افغانستان کې د ودونو لوړ لګښتونه د ځوانانو پر ژوند منفي اغېزې لري. د ډله‌ییزو ودونو دودول کولی شي ځوانان له لوړو لګښتونو او درنو پورونو وژغوري.»

د یادونې ده، په وروستیو کلونو کې په غزني ولایت کې د ډله‌ییزو ودونو فرهنګ پراخ شوی او هر کال لسګونه ځوانان د خیریه او ټولنیزو بنسټونو په مرسته په دغه ډول مراسمو کې ودونه کوي.