ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې د خټکیو حاصلاتو ټولولو موسم؛ کروندګر د بازار او سړو خونو غوښتنه کوي

فاریاب کې د خټکیو حاصلاتو ټولولو موسم؛ کروندګر د بازار او سړو خونو غوښتنه کوي

author avatar
8 Aug 2023 - 16:38
فاریاب کې د خټکیو حاصلاتو ټولولو موسم؛ کروندګر د بازار او سړو خونو غوښتنه کوي
author avatar
8 Aug 2023 - 16:38

میمنه (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): فاریاب کې د خټکیو حاصلاتو ټولولو موسم رارسېدلی خو د دغه ولایت یو شمېر کروندګر د خپلو حاصلاتو د خرڅلاو لپاره د بازار او د ساتنې لپاره یې د سړو خونو له نشتوالي شکایت لري.

هغوی وایي، له یوې خوا وچکالۍ د للمي ځمکو ټول کښتونه له منځه وړي او بلخوا، هغه خټکي چې د څاه‌ګانو په اوبو، د برېښنا په مصرف او په ډېر زحمت لاسته راغلي، پېرېدونکي نه لري او په کومه بیه یې چې پلوري، د دوی مصرف شوې پیسې هم نه شي پوره کولای.

د میمنې ښار د عزیزاباد کلي اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، بې‌سارې وچکالۍ د هغوی للمي کښت له منځه ویوړ او دغه راز د خرڅلاو بازار د نه شتون له امله د ابي ځمکو محصولات په تاوان پلوري.

هغه زیاته کړه چې تر دوو اونیو مخکې د میمنې ښار په بازار کې د جوزجان، بلخ او کندوز یو کابلي من (اووه کیلو) خټکي ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس چې د فاریاب د خټکیو موسم راغلی، یو من یې ان په ۷۰ افغانیو هم نه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «پر شپږ جریب ځمکې د څاه د کیندلو، د سولر لګولو، د کیمیاوې سرې بیه او د ټراکټور کرایه او د برق مصرف له امله ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او د خټکیو د ټېټې بیې له امله نه شو کولای ګټه ترلاسه کړو.»

یو بل کروندګر ګل‌احمد وایي چې سږکال د للمي ځمکو کښت د وچکالیو له امله په بشپړه توګه له منځه تللي او ډیر کم شمېر کروندګرو په ابي ځمکو کې خټکي کرلي دي چې د خټکیو کښت د برېښنا په وسیله د څاه په اوبو خړوبوي.

هغه په ابي ځمکو کې د خټکیو له کښت او حاصلاتو رضایت څرګندوي خو زیاته یې کړه چې اوس په بازار کې یو من خټکي له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورته نه پلورل کېږي.

 د کاریزکلا سیمې یوه اوسېدونکي شمس‌الله عزیزي پژواک ته وویل، سره له دې چې سږ کال واورې او باران نه وو، خو د تېرو کلونو په پرتله د خټکیو حاصلات او کیفیت فوق العاده دي.

عزیزي د نورو کروندګرو په څېر د خټکیو د بازار له نشتوالي شکایت لري او وايي: «په پالېز کې مې ډېر زیار وایست، د واښو هر یو جوال مې په ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستی او غواوو ته مې ورکړي، ځمکه مې خېشاوه کړه، په هر کیلوواټ برېښنا لس افغانۍ ورکوم، خو د مصرف او زیار په پام کې نیولو سره، خټکي ډېر ارزانه دي او ګټه یې کمه ده.»

هغه له حکومته غواړي چې کروندګرو د بریښنا صرفیه کمه کړي، د کروندګرو د محصولاتو ساتلو لپاره سړې‌خونې جوړې کړي او د کښت او کار په فصل کې ورسره د تراکتور او سرې مرسته وکړي.

یو بل کروندګر حیات‌الله په داسې حال کې چې له ډېر خفګانه یې ستونی ډک و او سمې خبرې یې نه شوې کولی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې پر څلور جریبه ځمکه کې یې له سلو زرو افغانیو ډېر مصرف کړی، خټکي پاخه شوي او د ختمېدو په حال کې دي؛ خو تراوسه یې خپل مصرف بېرته نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل: «وچکالۍ للمي کښت له منځه ویوړ او خټکي بازار نه لري، راتلونکی کال کښت او کرنه نه کوم او غواړم ایران ته لاړ شم.»

دغه راز د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حاجی عزت‌الله نوراني هم د کروندګرو د دغو شکایتونو په تایید پژواک ته وویل، په اوړي کې چې کله ټولې میوې پخې شي، کروندګر او بڼوال خپل ټول حاصلات بازار ته وړاندې کوي، دا چاره د دې لامل کېږي چې د تقاضا او پلور کم شي.

نوراني زیاته کړه، په فاریاب کې د کرنې اتیا سلنه ځمکې للمي دي چې د وچکالۍ له امله له منځه تللي او شل سلنه کښت، په ځانګړې توګه د خټکيو او هندواڼو کښت په ابي ځمکو کې د څاګانو په اوبو شوی چې د بازار نشتوالي ته په کتو کروندګر او بڼوال زیان سره مخ دي.

نوموړي وویل، د دې ستونزې حل‌لاره د کروندګرو او بڼوال د شکایاتو اورېدل او د کرنیزو حاصلاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د سړو‌خونو جوړول دي چې کروندګر پکې خپلې میوې کېږدي او بیا یې تقاضا ته په کتو بازار ته عرضه کړي.

هغه زیاته کړه، د فاریاب د کرنې ریاست او کروندګرو وړاندیز له مخې، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د میمنې ښار په شیرین‌تګاب او قیصار ولسوالیو کې درې سړې‌خونې جوړې کړي.

فاریاب یو له هغو ولایتونو دی چې د خټکیو تر ټولو ډېر مصرف لري، د ځایي محصولاتو ترڅنګ هره ورځ د جوزجان، بلخ او کندز ولایتونو لسګونه موټر خټکي د دغه ولایت په بازارونو کې پلورل کېږي.

د اوړي او د خټکیو د پخېدو موسم په رارسېدو سره د ورځې لسګونه کروندګر د خټکیو بار‌وړونکو موټرو سره د میمنې ښار پر سړکونو د پېرېدونکو په تمه ولاړ وي.

Views: 62

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.