ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هېواد بهر دغنمو پر صادراتو بندېز ولګول شو

20 May 2022 - 00:11
20 May 2022 - 00:11

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱) : د مالیې وزارت له هېواده بهر په قانوني او غیر قانوني لارو د غنمو پر صادراتو کلک بندیز لګولی دی.

د مالیې وزارت لخوا دغویي په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مالیې وزیر ملا هدایت الله بدري د  ټولو ګمرکاتو مسئولينو ته هدايت کړی، چي له دې وروسته هېچاته اجازه ورنه کړي چي يوه دانه غنم له هېواده  د باندې په قانوني او يا په غير قانوني توګه صادر کړي٠

دا په داسې حال کې ده، چې د هیواد په ګرمو سیمو کې د غنمو حاصلات رارسیدلي دي او ویل کیږي چې یو شمیر کسان یې پاکستان ته په غیر قانوني توګه صادروي.

بلخوا په کندهار ولایت کې په وروستیو دوو میاشتو کې د غنمو بیه نږدې نیمايي لوړه شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، مخکې په دغه ولایت کې د یوه من/۴،۵ کیلوګرامه غنمو بیه ۱۳۰ افغانۍ وه؛ خو په دې وروستیو کې ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې چې هر څوک یې د پېرلو توان نه لري.

خلک او کروندګر، د غنمو د بیې د لوړوالي لاملونه د دغه بوټي کم کښت او پر ځای یې د کوکنارو کرل، د اوبو کمښت، وچکالي او نور ګڼي.

د ارغنداب ولسوالۍ یوه کروندګر شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په داسې حال کې د غنمو بیه نیمايي لوړه شوې چې دا مهال یې لو روان دی.

په کندهار کې د غنمو ژرنده‌ګړي او پلورونکي هم د غنمو له لوړې بیې شکایت کوي.

په کندهار ښار کې د غنمو یوه ژرنده‌ګړي الله نظر پژواک خبري اژانس ته وویل، د یو من داماني غنمو بیه- چې د ډوډۍ لپاره تر ټولو ښه غنم دي- ۲۱۰ افغانۍ ده.

دی وايي، سږ کال ډېری کروندګر غنم نه پلوري؛ ځکه لږ یې کرلي دي او ځانونو ته یې ساتي چې دې چارې د غنمو پر بیې اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا چې به د غنمو لو پیل شو، نو موږ ته به د خرڅلاو لپاره ډېر غنم راوړل کېدل؛ خو سږ کال کم دي، په کمه اندازه یوازې د اوړه کولو لپاره راوړل کېږي.»

د اوړو او غنمو پلورونکي هم وايي چې تر پخوا د غنمو بیه تر ۵۰ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د بلال احمد په نوم یوه پلورونکي پژواک ته وویل، په تېرو شاوخوا دوو اوونیو کې د وطني اوړو او غنمو په بیه کې درې سوه افغانۍ توپير راغلی.

هغه زیاته کړه: «موده مخکې ۴۵ کیلوګرامه وطني اوړه په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۲۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده؛ همداسې غنم هم حساب کړه.»

د کندهار د کرنې ریاست ته که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د کرل شوو غنمو کچه معلومه نه ده، خو دا اداره هم وايي چې سږ کال غنم کم کرل شوي دي.

د کرنې ریاست د ترویج مدیر عبدالغفور پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال کم غنم کرل شوي، ځکه وچکالي ده خو د غنمو د کرلو د کچې په اړه معلومات ځکه نشته چې تر اوسه یې حاصلات نه دي ټول شوي؛ نو په تخمیني ډول هم نه شو ویلای چې پر څو جریبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.»

 

Views: 133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version