ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

4 Jun 2022 - 23:04
4 Jun 2022 - 23:04

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د هلمند ولایت حکومتي مسوولین خبر ورکوي چې په باباجي ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض د غبرګولي په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا شپږ ۶ بجې د باباجي ولسوالۍ د محمداباد په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې وه.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده سیمه کې کرولا او موټرسایکل ټکر کړی چې له امله یې یوه ښځه مړه، څلور ښځې او دوه سړي ټپیان شوي دي.

ریاض وایي چې ټپیان د امنیتي ځواکونو له خوا د لښکرګاه او کندهار ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې په هلمند کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version