اټلانټا (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): انګلستان د هالینډ پر وړاندې د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې د ۴۹۸ منډو جوړولو سره د ډیرو منډو نوی ریکارډ جوړ کړ.
د کرکټ دا یوه ورځنۍ نړیواله لوبه نن د هالینډ په امسټیلوین ښار کې ترسره شوه. هالینډ ددې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
د انګلستان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدلو سره د ۴۹۸ منډې جوړې کړې چې دا د یوه ورځني نړیوال کرکټ په یوه لوبه کې دیوې لوبډلې لخوا تر ټولو زیاتې منډې دي.
انګلستان دې سره خپل پخوانی ریکارډ مات کړ، تر دې مخکې انګلستان د اسټرالیا پر وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې ۴۸۱ منډې کړې وې.
د نن ورځې په لوبه کې دانګلستان لخوا درې سلیزې جوړې شوې، فیل سالټ ۱۲۲، ډیویډ مالان ۱۲۵ او جوس بټلر ۱۶۲ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې د سویلي افریقې لوبغاړو د ویسټ انډیز او هندوستان خلاف په دوو لوبو کې درې، درې لسیزې جوړې کړې وې.
د هالینډ لوبډلې د یاد ستر هدف پر وړاندې مقاومت ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۶۶ منډو وسوځیدله او دغه راز انګلستان دا لوبه د ۲۳۲ منډو په توپیر سره وګټله.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن