ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستيو اورښتونو په کونړ کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

وروستيو اورښتونو په کونړ کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
26 Jun 2022 - 16:22
وروستيو اورښتونو په کونړ کې ۴۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
26 Jun 2022 - 16:22

اسعد‌اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ۱۴۰۱): د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو له امله ۱۴ کسان مړه او ٣٠ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رياست د ارزونې مدير احسان‌الله احسان د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، وروستيو اورښتونو په دغه ولايت کې ١۴ کسان وژلي او ٣٠ نور يې ټپيان کړي دي.

ده وويل، د همدغو اورښتونو له امله ٦٥٦٣ څاروي تلف شوي، ٥٠٩ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او کرنيزو ځمکو، باغونو او سربندونو ته هم سخت زيان رسېدلى دى.

د هغه په وينا، د دوى د سروي ټيمونه بوخت دي څو د يادو زيانونو کره شمېره را پيدا کړي.

په ورته وخت کې، د اسعداباد د دم کلي اوسېدونکي فضل واحد پژواک ته وويل چې د وروستيو اورښتونو له امله يې کور نړېدلی او په دغه پېښه کې يې د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وايي: «د کورنۍ غړي مې هم له لاسه ورکړل او کور مې هم په سختۍ غريبۍ کې جوړ کړى و هغه مې هم له لاسه ورکړ.»

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د سرپناه په برخه کې ورسره اړينه همکاري وکړي.

د يادونې ده، تېره اوونۍ د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې اورښتونه شوي چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، څاروي تلف شوي او کورونه او کروندې هم له منځه تللي دي.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.