اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : د امریکا په شیکاګو ښار کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو پر مراسمو ډزو کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
په امریکا کې هر کال د جولای په څلورمه د خپلواکۍ ورځ نمانځل کیږي او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.
د شیکاګو پولیسو ویلي، پېښه د دوشنبې په ورځ د جولای په څلورمه (چنګاښ ۱۳) په ځایي وخت د سهار په لسو بجو د هالینډ په پارک کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، یوه تن د مراسمو پر ګډونوالو ډزې کړې ۶ تنه یې وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي، خو پولیس وايي چې لا هم د بریدګر لټون روان دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې دامریکا په بېلا بېلو سیمو کې د ډزو له امله د خلکو د مرګ ژوبلې پېښې زیاتې شوې دي، په امریکا کې هر څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي، هغه له بازاره له کومې ستونزې پرته وسله اخیستی شي.
دامریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت وویل چې دوی باید د وسلو په کنټرول کې جدي اقدامات وکړي.
Views: 89
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن