اتلانتا (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د مخکنۍ ولسي جرګې اداري پلاوي په داسې حال کې انلاين ناسته کړې چې د چارو ځينو شنونکو په اند، د ړنګ شوي دولت هیڅ قوه هم د داسې کړنو حق نه لري.
د مخکنۍ ولسي جرګې د دارالانشاء د مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې انلاین غونډه کې چې پرون وشوه، منشي، نایب منشي او د دارالانشاء عمومي رییس هم ګډون درلود.
دغه کسان په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته له هېواده بهر اوسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د پخوانۍ ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني د دارالانشاء د تخنیکي ډلې له هلو ځلو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه د افغانستان ولسي جرګه د پارلمانونو نړۍوال سازمان (IPU) له خوا پر رسمیت پېژندل کېږي.
هغه د پارلمانونو نړۍوال سازمان له قوله ویلي، تر هغه چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې نه وي شوې، مخکنۍ جرګه به د دغه سازمان غړیتوب کې پاتې وي.
رحماني زیاته کړې چې د ولسي جرګې دغه انلاین ناستې باید دوام پیدا کړي.
دغه راز د پخوانۍ ولسي جرګې منشي ویلي چې یو شمېر وکیلانو د دې انلاین ناستو له جوړېدو هرکلی کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې وروسته د مخکنۍ جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځي وويل چې د دارالانشاء تخنیکي ډله د انلاین ناستو لپاره بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې ټول تخنیکي او اداري چمتووالی نیول شوی دی.
په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د پخوانۍ ولسي جرګې د اداري پلاوي راتلونکې ناسته به د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، د پژواک د یوه راپور له مخې، د پخوانۍ ولسي جرګې ځیني غړي دا ناستې بې ګټې او د چارو شنونکي یې سیاسي حرکت بولي، وایي د ړنګ شوي دولت هیڅ یوه قوه د داسې کړنو حق نه لري.
د «ولسيجرګې د انلاین غونډو» د هڅو په اړه بېلابېلې څرګندونې
بلخوا ځیني مخکني وکیلان د یادو ناستو جوړول حکومت او نړۍ ته د خلکو د غږ رسولو لپاره ښه ګام بولي، وایي چې دوی اوس هم د خلکو استازي دي او یاده جرګه د پارلمانونو د نړۍوالې اتحادیې غړیتوب لري او دوی د خلکو استازي ګڼي.
خو ځیني شنونکي د ولسيجرګې اساسي دندې په انلاین بڼه عملي نه بولي او د هېواد سرپرست حکومت په دې اړه یوازې دومره ويلي چې دا په غبرګون نه ارزي.
د افغانستان تېر حکومت د تېر کال د زمري په ۲۴مه ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو او ملي شورا هم له منځه لاړه. نوي حکومت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دارالانشاګانې هم لغوه کړې دي.
Views: 664
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن