ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني پای ته ورسېده

20 Jul 2022 - 12:47
20 Jul 2022 - 12:47

چاریکار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني - چې پکې له دواړو غاړو دوه کسان وژل شوي وو - پای ته ورسېده.

د پروان د سیدخېل ولسوال مولوي معشوق‌الله منصور وویل، د عبدالرحیم او محمد شفیق کورنۍ د یاد ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ په حمزه خېلو کلي کې، له ۲۵ کلونو راهیسې خپلو منځو کې دښمني درلوده.

هغه وایي، دغه ۲۵ کلنه دښمني – چې د ماشومانو پر سر د جنجال له امله وه - د یادې ولسوالۍ د مسوولینو او د کلي د ملک په منځګړیتوب پای ته ورسېده، دواړه غاړې سره پخلا شوې او د سولې او دوستۍ تړون یې سره وکړ.

د سیدخېل ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقپرست د اسلام له نظره د سولې، پخلاینې او ورورګلوۍ د اهمیت په اړه معلومات ورکړل او د جګړې، شخړې او بې‌اتفاقۍ د بدو او ناوړو پایلو په اړه خبرې وکړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version