کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، د کابل بازانو لوبډلې امو نهنګانو او مس عینک د پامیر زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه سهار د کابل بازانو او امونهنګانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دغه سیالۍ کې د امو نهنګانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې او د کابل بازانو لوبډلې ته يې د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د امو نهنګانو لوبډلې له لوري اصغر اتل ۵۳ او احسان ۴۱ منډې جوړې کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې قیس احمد او محمد وحید دوه – دوه، عظمت الله بیا د امو نهنګانو لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول.
بلخوا بیا د کابل بازانو لوبډلې یاد هدف په ۱۴ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او امونهنګانو ته یې د ۹ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د کابل بازانو لوبډلې له لوري ابراهیم ځدراڼ ۸۱ او رحمن الله ګربز ۶۵ منډې جوړې کړې.
دغهراز د شپږیزه لیګ سیالۍ د نن ورځې دویمه لوبه د پامیر زلمي او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په یادې سیالۍ کې د پامیر زلمي لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه.
د پامیر زلمي له لوري په توپوهنه کې مجید عالم ۳۱، اعجاز احمد او فضل نیازي ۱۶ – ۱۶ او دولت ځدارڼ ۱۵ منډې جوړې کړې.
دغهراز په توپ اچونه کې د مس عینک لوبډلې له لوري امیر حمزه درې، ګلبدین، ظاهر خان او ننګیالي د پامير زلمي یو – یو لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه یاد هدف د مس عینک لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د پامير زلمي لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د مس عینک له لوري په توپوهنه کې افتخار احمد ۳۸، ګلبدین ۲۸ او محمد شهزاد ۲۱ منډې وکړې.
دغه راز د پامیر زلمي لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې شاپور ځدراڼ، رحمت شاه، فضل نیازي او امیر ځاځي د مس عینک یو – یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې تېره ورځ د بست ساتونکو لوبډلې سپينغر او بند امیر د هندوکش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن