ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی له پاکستاني طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

26 Jul 2022 - 01:31
26 Jul 2022 - 01:31

اتلانتا (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره د پاکستان دیني عالمانو  یوه ډله کابل ته رسېدلې ده.

پر ټولنیزو شبکو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه ډله د پاکستان د مشهور دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ د کابل په نړۍوال هوایي ډګر کې له الوتکې ښکته کېږي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د افغانستان د سرپرست حکومت یو شمېر مسوولین او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان یې هرکلي ته ولاړ دي.

باختر اژانس هم خبر ورکړی چې د پاکستان د ديني عالمانو يو اته کسيز پلاوى د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پلاوی به په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان له پلاوي سره د پاکستان د حکومت په استازیتوب مذاکرات کوي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې په موخه د دغو مذاکراتو نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند خو تر دې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت تاييد کړې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرو منځګړیتوب کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان وايي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له غړو سره د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې مذاکره کېږي.

د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان له سرپرست حکومت څخه مننه کړې چې د دغو مذاکراتو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

له دې مخکې، د مې په میاشت کې د پاکستان د امنیتي چارواکو د یو پلاوي او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په کابل کې خبرو څو ورځې دوام وکړ. په دغو خبرو کې دواړه خواوو په موقتي توګه د اوربند پر غځولو سلا وکړه او ژمنه یې وکړه چې د سولې مذاکراتو ته به دوام ورکوي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په کابل کې د مذاکراتو دا لړۍ، په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت له واکمنېدو را وروسته پیل شوې ده.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، تحریک طالبان پاکستان وایي چې د پاکستان اساسي قانون غیر اسلامي دی، د بدلولو غوښتنه یې کوي، دغه راز له قبایلي سیمو د پاکستان د پوځ د ایستلو غوښتنې هم کوي. خو د پاکستان حکومت تر اوسه د دوی دا غوښتنې نه دي منلې.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د دغه پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version