Pajhwok Afghan News

لوګر کې ۳۵۰۰ کسانو ته د غنمو بدل کې د کار زمینه برابره شوې ده

پل‌علم (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، خروار، ازرې او بره‌کي برک ولسوالیو کې ۳۵۰۰ کسان د بیارغونې په څلورو پروژو کې د غنمو په بدل کې په کار ګومارل شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ریاست له خوا (کار د غنمو بدل کې) پروګرام له لارې په مرکز پل‌علم کې د ۱۲ کیلومتره سړک، د پل‌علم- ازرې ولسوالۍ د ۴۷ کیلومتره سړک او د پل‌علم- خروار د ۱۹ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په دغو پروژو کې د یادو ولسوالیو ۳۵۰۰ کسان پر کار ګومارل شوي چې په مټ به یې تر راتلونکو درېیو میاشتو د دغو سړکونو د ترمیم چارې بشپړې شي.

دی وايي، هر کارګر ته د یوې ورځې کار په بدل کې ۱۰ کیلوګرامه غنم ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، اړوند ریاست له نورو ریاستونو سره په ګډه هڅه کوي چې د دغه پروګرام له لارې په پاتې ولسوالیو کې هم د بیارغونې او کارموندنې ورته پروژې پلې کړي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي رحیم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ده په ګډون لسګونو وزګارو کسانو ته (کار د غنمو بدل کې) پروګرام له لارې د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه د لوګر ولایتي ادارې ته وړاندیز وکړ چې دغه پروګرام اوږد مهال کړي او نورو ولسوالیو ته يې هم وغځوي څو  ډېرو وزګارو ته د کار زمینه برابره شي.

دی زیاتوي: «د بېوزلو او وزګارو کسانو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، زما په څېر لسګونه ځوانان په خپله سیمه کې بوخت شوي دي خو هیله لرم چې دا پروګرام د څو میاشتو لپاره وغځول شي، موږ ته د ورځې لس کیلو ګرامه غنم راکوي، له وزګارتیا ډېر ښه دي.»

د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې (کار د غنمو بدل کې) پروګرام  پيل شوی او د دغې ولسوالۍ لسګونو ځوانانو ته په لنډ مهالې توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، د پخوا په پرتله د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه ځوانان وزګار دي او حتی د وزګارتیا له امله ډله ډله ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په غیرقانوني بڼه سفرونه کوي.

په لوګر کې په داسې حال کې د غنمو په بدل کې سلګونه کسان پر کار ګومارل شوي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د وزګارتیا کچه لوړه شوې ده.

Views: 49

Exit mobile version