کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د انس ملک په نوم د يوې هندي رسنۍ پاکستانی خبریال خوشې شوی چې ویل کېدل، له پرون راهيسې په کابل کې نادرکه شوی و.
انس ملک د کراچۍ اوسېدونکی دی او هندي تلويزيون وائیون (Wion) سره له ډېرې مودې راهيسې د خبریال په توګه کار کوي او د پاکستان او افغانستان اړوند مسايل تر پوښښ لاندې راولي.
ځینو سرچينو پژواک ته ویلي و چې هغه له تېرې ورځې راهېسې په کابل کې ښار کې نادرکه شوی دی.
د انس ورور حسان ملک نن سهار په خپل ټويتر کې لیکلي، مشر ورور يې چې ژورنالیست دی، په کابل کې له تېرو ۱۲ ساعتونو راهيسې نادرکه دی. هغه له مسئولینو غوښتي چې دغه موضوع تعقیب کړي او د هغه د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.
خو په خپله انس ملک نن سهار کابو ۱۱ بجې پر خپله ټوېټرپاڼه له جزئیاتو ورکولو پرته لیکلي: «زه بېرته راغلم.»
د بي بي سي د راپور له مخې چې له انس ملک سره یې خبرې کړي، ورته يې ویلي، دی د امنیتي ځواکونو له لوري خوشې شوی دی، خو دوه نور ملګري یې لا هم په بند کې دي.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له انس ملک سره يې پر ټلیفون خبرې کړې دي او هغه په کابل کې دی او خوندي دی.
امینتي ارګانونو تراوسه په روښانه ډول د ده د نیول کېدو او یا هم د بېرته خلاصون په اړه څه نه دي ویلي، خو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پژواک ته ویلي و چې په اړه به یې پوښتنه وکړي.
له بلې خوا د قطر د دفتر غړي سهيل شاهين بیا ويلي و: «ما د بهرنيو چارو وزارت سره اړيکه ونيوله چې په دې اړه همکاري وکړي؛ خو ښه دا وه چې کابل ته له تګ مخکې يې زما له دفتر سره همغږي کړې وای.»
د یادونې ده چې انس ملک له سقوط نه شل ورځې مخکې هم کابل ته سفر کړی و، د دوحې د تړون پرمهال قطر کې و او له هغه نه وروسته یې هم سل ورځې کابل کې تېرې کړې وې او د وروستيو تحولاتو په اړه یې ياد تلويزيون ته معلومات ورکول.
Views: 102
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن