ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس خلک د دغه ولایت د تاریخي ابداتو د ساتنې او بیارغونې غوښتنه کوي

16 Aug 2022 - 17:43
16 Aug 2022 - 17:43

قلعه‌نو (پژواک، ۲۵ زمری۱۴۰۱): د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې برخه کې د مخکنیو چارواکو پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي، دغه ځايونه چې د یاد ولايت هويت او لرغونتوب څرګندوي، د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

دوی وايي، بادغیس ولایت ډېر تاریخي او د لیدو وړ ځایونه لري چې که پاملرنه ورته ونه شي، ډېر ژر به پر کنډوالو بدل شي.

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې نږدې ۶۰ تاریخي ځایونه ثبت شوي چې تر ټولو مهم یې په اب‌کمري ولسوالۍ کې د نريمان تاریخي کلا، د میرغیاث‌الدین ‌لنګرشریف زیارت، په جوند ولسوالۍ کې د مشهدجوند مدرسه او په بالامرغاب ولسوالۍ کې د موریچاق‌ کلا دي.‎

د دغه ولایت د تاریخي ابداتو په ساتنه کې د تېر حکومت پر نه پاملرنې د هېوادوالو نیوکې

د بادغيس ولايت د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي عبدالرقيب پژواک خبري اژانس ته وويل، تاريخي ځايونه د يوې خاورې د هويت او لرغوني فرهنګ څرګندويي کوي او بايد ساتنې ته یې پاملرنه وشي.

هغه د یاد ولایت تاریخي ابداتو ته په اشارې وویل: «زموږ په ولایت کې بې‌شمېره تاریخي ابدات شته چې هر یو یې تاریخي مخینه او ځانګړی ارزښت لري، خو له بده‌مرغه چې تېرو حکومتونو یې ساتنې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او هر یو یې د له منځه تلو له خطر سره مخ دی.»

هغه د نريمان‌کلا، د شاه‌مشهد جوند مدرسه او د موریچاق‌کلا د تاریخي سیمو په توګه یاد کړل او ویې ویل: «دا باید ویجاړ نه شي او د ساتنې لپاره یي باید اقدام وشي.»

عبدالرقیب له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه: «‎زموږ تمه دا ده چې نوی دولت به د تاریخي ځایونو ساتنې او پالنې ته پاملرنه او د ویجاړیدو مخنیوی یې وکړي.»

په ورته مهال، د بادغیس بل اوسېدونکی ګل‎محمد هم په دغه ولایت کې د تاریخي ابداتو د بیارغونې او ساتنې په برخه کې د تېر حکومت د چارواکو پر نه پاملرنې نیوکه او د یادو ابدو د بیارغونې او ساتني غوښتنه کوي.

هغه د نريمان‌کلا د دغه ولايت يوه له لرغونو ابدو ياده کړه او ويې ويل چې د ساتنې لپاره يې بايد اقدام وشي.

نوموړی د اسلامي امارت له مسوولینو هیله کوي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي او د یاد ولایت د ټولو تاریخي ابداتو په ځانګړې توګه د نريمان‌کلا د ویجاړېدو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: «په وروستیو کلونو کې تاریخي ځایونو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او حتی له دغو ځایونو ډېری لرغوني اثار لوټ شوي دي، موږ هیله لرو چې اسلامي امارت د دا ډول کړنو مخه ونیسي.»

په ورته مهال، په بادغیس کې د پوهنتون استاد سید محمود فهیم ‌انتظار هم تاریخي ابدات او اثار د هرې خاورې تاریخي او فرهنګي میراث بولي او وايي، کلتوري میراثونه چې هرڅومره پیاوړې وي، په همغه اندازه د یو ملت اوږده تاریخي او تمدني مخینه څرګندوي.

د انتظار په خبره، د تاریخي ابدو ساتنه یوه مهمه او اړینه موضوع ده او باید په دې برخه کې عملي  اقدامات وشي.

خو هغه زياتوي چې بېکاري، فرهنګي فقر، ټولنيزه او اقتصادي بېوزلي د دې لامل شوي چې ډېری خلک د لرغونو اثارو کيندلو، قاچاق او له منځه وړلو ته مخه کړي.

هغه زياته کړه: «که د دغو ځايونو د کیندلو، قاچاق او تخريب مخه ونه نيول شي، د هېواد لرغونى فرهنګ، تاريخ او تمدن به له منځه ولاړ شي.»

له دې ټولو سره سره د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مولوي باز محمد سروري وايي: «د اسلامي امارت رامنځته کېدو وروسته مو له ټولو تاریخي ځایونو لیدنه وکړه او د هغو د ساتنې او بیارغونې لپاره مو ډېر وړاندیزونه درلودل.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې نږدې ٦٠ تاريخي آبدات ثبت شوي دي.

هغه زياتوي چې د دغو اثارو او ځايونو د ساتنې او څارنې په برخه کې یې د هېواد مرکز ته مختلف وړانديزونه کړي دي.

خو نوموړی وايي چې که په دې برخه کې کافي بودجه ورته برابره شي، نو دغه ټول تاريخي ابدات به ورغول او خوندي شي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version