Pajhwok Afghan News

پکتيکا کې د سېلابونو له امله ۴۵۰ کورنۍ بېځایه شوې دي

ښرنه (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وایي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کورنۍ- چې کورونه یې نړېدلي- له خپلو اصلي مېنو نږدې ځايونو ته بېځايه شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست ريیس مولوي عبدالرحمن هاشمي د يوې ځانګړې مرکې پر مهال په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستيو سېلابونو د دغه ولايت په مرکز ښرنه، جانيخېل، خوشامند، مټاخان، بکيخېل او اورګون ولسواليو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه زیانمن کړي چې شاوخوا ۴۵۰ یې په بشپړ ډول نړېدلي دي.

د ده په خبره، بېځايه شوې کورنۍ له خپلو اصلي مېنو په سيمه کې نږدې د خپلوانو کورونو ته بېځايه شوې او داسې کومه کورنۍ نشته چې له ولسوالیو دې ښار او یا نورو ولايتونو ته کډوال شوي وي.

نوموړی وایي، سېلابونو په مرکز ښرنه کې يوه ښځه او په خوشامند ولسوالي کې يو نارينه مړه کړي هم دي.

بلخوا د سېلاب‌ځپلو کورنيو غړي وایي چې د سرپناه، خوراکي توکو او پوښاک په برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت او موسسې دې په دې برخه کې د دوی لاسنيوی وکړي څو ستونزې یې تر يوې اندازې راکمې شي.

د جاني‌خيلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدالله چې کور یې د سېلاب له کبله په بشپړ ډول ويجاړ شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ غریب خلک یو، د خاورو کورونه مو دي چې اوبه راغلې له یوې مخې یې ټول ړنګ کړ، دومره مو وکړل چې زنانه او ماشومان مو سره بچ کړل، اوس تمه دغه حکومت ته ده که یې مرسته راسره وکړه.»

له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وایي چې تر دې دمه یې د پکتيکا په بېلابېلو ولسواليو کې له شاوخوا ۲۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو، سرپناه او پوښاک په برخو کې مرستې ترسره کړې دي.

د ياد رياست رییس مولوي عبدالرحمن هاشمي زياتوي چې سېلاب ځپلو ته یې د مرستو په لومړۍ جوپه کې د خوراکي توکو په برخه کې اوړه، وریجې او لوبيا- د سرپناه په برخه کې ترپالونه، خېمې- د پوښاک په برخه کې کمپلې او همدارنګه د اشپزخانې کېټونه شامل دي.

دی وایي چې له مرستو پاتې کورنیو ته د مرستو رسولو لړۍ لا هم دوام لري او ژر به تر ټولو زيانمنو کورنيو ورسېږي.

نوموړی زياتوي: «زموږ مرستې به تر ټولو رسېږي، د نورو زيانمنو ترڅنګ په دغو طبیعي پېښو کې د شهيد کورنۍ ته یو لک او د زخمي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ هم ورکوو.»

دی وايي، سېلاب‌ځپلو ته به د لومړنيو مرستو له رسولو وروسته د دايمي سرپناه غم هم خوري چې په راتلونکي نږدې وختونو کې به یې سروې پيل شي.

په دغه ولايت کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د جوړې شوې کمېټې د معلوماتو له مخې، سېلابونو د ۳۵ زره جريب کرنیزې ځمکې، په لويو لارو کې پلونه او پلچکونه او په بېلابېلو ولسواليو کې ۱۰۰ هغه کارېزونه چې کروندګرو یې له اوبو ګټه اخيسته، تخريب کړي او هم یې ۲۴۰۰ پسونه، غواګانې او نور بېلابېل ډول اهلي حيوانات وړي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست سېلاب ځپلو ته د اوښتو زيانونو او د هغوی د ستونزو د حل د خبرې ترڅنګ د زلزله ځپلو سيمو په اړه هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دايمي سرپناه‌وو جوړولو په موخه یې هڅې روانې کړې دي.

د دغه رياست رییس مولوي عبدالرحمن هاشمي په دې اړه زياتوي: «موږ سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو ته سرپناوې جوړوو، په زلزله ځپلو سیمو کې خو د حکومت سروې روانه ده او ځيني بنسټونو لکه د راشد خان بنسټ عملاُ کار پيل کړی چې شاوخوا ۲۵ کورونه به زلزله ځپلو ته جوړ کړي.»

د يادونې ده، د وروستيو اورښتونو له کبله سېلابونو په پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، لغمان، ميدان وردګ، ننګرهار او یو شمېر نورو ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي او زرګونه کورونه یې له منځه وړي دي.

Views: 29

Exit mobile version