Pajhwok Afghan News

حکومت: د تېرې یوې میاشتې سیلابونو کې ۱۸۲ تنه مړه او ۲۵۰ ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): په دې وروستۍ یوه میاشت کې د سېلابونو په پایله کې ۱۸۲ کسان مړه، ۲۵۰ کسان ټپيان او له درېیو زرو ډېر کورونه ویجاړشوي دي.

دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذیح الله مجاهد یوې خبري ناستې ته وکړې.

هغه وویل: «په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۸۲ کسان شهیدان، ۲۵۰ کسان ټپيان او ۳۱۰۹ کورونه په بشپړ او قسماً ویجاړ شوي دي.»

سرچینې زیاته کړه، د یادو سېلابونو په پایله کې د زرګونه جریب ځمکو د حاصلاتو د له منځه تلو ترڅنګ ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

هغه زیاتوي، اقلیمي بدلون د افغانستان په ګډون د سیمې ځينو هېوادونه اغېزمن کړي په تېرو حکومتونو کې د ناسم مدیریت او پرله پسې وچکالۍ له امله خلکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

نوموړی وایي، که سېلابونه ډېر شي، د افغانستان حکومت زیانمنو ته د رسېدنې وس نه لري، بیا هغه مهال له نړۍوالې ټولنې د همکاري غوښتنه کوي.

د نوموړي په خبره،  پېښو ته  د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سېلابونو د مدیریت پلان د اسلامي امارت کابینې ته وړاندې کړی چې د هغه په پلې کېدو سره به د زیانونو او تلفاتو مخه ونیول شي.

Views: 46

Exit mobile version