کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، صنعتي پارکونو ته د ډاډمنې برېښنا ورکول یې لومړیتوب دی او پر دې کار کوي چې څنګه کولای شي صنعتي فابریکو ته د برېښنا کچه ډېره کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رییس ملا محمدحنیف حمزه له صنعتکارانو سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمدحنیف حمزه په دې لیدنه کې ویلي چې په هېواد کې وروستيو اورښتونو د ډېرو بندونو کاسې له اوبو ډکې کړې او د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکي پر دې کار کوي چې څنګه کولای شي له داخلي برېښنا صنعتي فابریکو ته د برېښنا کچه زیاته کړي.
ده زیاته کړې چې صنعتي پارکونو ته د ډاډمنې برېښنا ورکول د برېښنا شرکت لومړیتوب دی او امکاناتو ته په کتو له هرې ممکنې لارې هڅه کوي څو صنعتي فابریکو ته د برېښنا ورکړې په برخه کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
پژواک خبري اژانس د زمري په ۲۹مه راپور خپور کړ چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې، مخکې یادو صنعتي پارکونو ته په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۸ تر ۲۰ ساعتونو برېښنا ورکول کېده خو له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې په ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته برېښنا ورکول کېږي خو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا ۱۲ ساعته شوه.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن