ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي

29 Aug 2022 - 23:00
29 Aug 2022 - 23:00

لښکرګاه ( پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۱ ): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایې چې د دغه ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې یو کس مړ او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد د وږي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ مازدیګر د ناوې ولسوالۍ په هزارسیب سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړی وایي، سيمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او په اړه به یې نور جزئیات وروسته په ډاګه شي.

بلخوا بیا د ناوې ولسوالۍ یوه ځایي او سېدونکي عبدالوي پژواک ته وویل چې درې ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې د یادې ولسوالۍ په پای سيمه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version