ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې سېلاب‌ځپلو ته د لنډمهالې استوګنې پنډغالی جوړ شو

غزني (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د هغو کورنیو لپاره د لنډمهالې استوګنې پنډغالی جوړ شو چې وروستیو سېلابونو یې کورونه نړولي وو.

اندړ د غزني له هغو ولسوالیو ده چې سېلابونو تر نورو ډېره ځپلې او د ځاني زیان ترڅنګ یې د خلکو شاوخوا ۲۲۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

دغه کورنۍ د سرپناه له ستونزې سره مخ دي چې د «سېلاب خیریه بنسټ» له خوا ورته د یادې ولسوالۍ په چهار دېوال سیمه کې د لنډ مهالې استوګنې پنډغالی جوړ شو.

د غزني والي چې د دغه پنډغالي په پرانیسته کې یې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه پنډغالي کې ۲۰۰ خېمې درول شوې او هغه خلک په کې مېشت شوي چې سېلابونو یې کورونه نړولي او د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته یوه خېمه او ترپال ورکړل شوي څو تر یوه وخته یې د سرپناه ستونزه حل شي.

ده ژمنه وکړه چې له دغو کورنیو سره به د یاد ولایت د کډوالو چارو او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاستونو له خوا له توان سره سم مرسته وشي.

هغه له سېلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چې په سخت وخت کې یې د غزني د خلکو لاسنیوی کړی او دغه‌راز یې پر نورو بنسټونو او شتمنو هم د مرستې غږ وکړ.

د سېلاب خیریه بنسټ مشر سیداحمد سېلاب وايي، د اوس لپاره یې سېلاب‌ځپلو ته د ۲۰۰ خېمو په لرلو د لنډ مهالې استوګنې پنډغالی جوړ کړی او پلان لري چې نورې مرستې هم ورسره وکړي.

ده له حکومت، نړۍوالې ټولنې او خیریه بنسټونو وغوښتل چې خپلې مرستې دې له سېلاب‌ځپلو څخه و نه سپموي.

په پنډغالي کې مېشت کړل شوي سېلاب‌ځپلي خوښ دي چې په لنډ مهالې توګه ورته د سرپناه اسانتیا برابره شوې ده.

د سیمې یوه قومي مخور الله‌نور پژواک خبري اژانس ته وویل، درې ورځې کېږي چې په دغه کمپ کې مېشت شوي، خو له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «سېلابونو له هر څه خلاص کړو، هیڅ هم راپاتې نه دي، یوازې په یوه- یوه جوړه جامو کې راوتلي یو او په دغه کمپ کې مېشت شوي یو، په داسې حال کې چې د خوراک او څښاک په برخه کې هیڅ مرسته نه ده راسره شوې.»

ده له سېلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چې لږ تر لږه یې خلکو ته سرپناه برابره کړې؛ خو پر حکومت یې نیوکې وکړې چې تر اوسه یې هیڅ مرسته نه ده ورسره کړې.

د اندړو ولسوال شېرمحمد ذبیح د خلکو ستونزې مني او وايي، له ولایت مقام سره یې د سېلاب‌ځپلو ستونزې او غوښتنې شریکې کړې خو مثبت ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

هغه پژواک ته وویل: «خلک رښتیا هم په ستونزو کې ګیر دي، ژمی را روان دی، که پر وخت لازمې مرستې ورسره و نه شي نو ناورین به رامنځ ته شي، ځکه خلک سرپناه نه لري او په خېمو کې ژوند سخت دی.»

یاده دې وي چې د وروستیو اورښتونو له امله د اندړو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راغلي وو چې د مسوولینو په وینا، ۵ کسانو ته د مرګ‌ژوبله اړولو ترڅنګ یې ۲۲۰۰ کورونه نړولي، ۴۳زره جریبه کرنیزه ځمکه او حاصلات یې له منځه وړي دي.

Views: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version