ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

3 Sep 2022 - 12:30
3 Sep 2022 - 12:30

ګردېز (پژواک، ١٢ وږى ١۴٠١): د پکتيا ولايت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزې د حاصلاتو پرسر شخړه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند عمرالبدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د جاني‌خېلو ولسوالۍ په «وچ خولې» سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د جلغوزې د حاصلاتو پر سر شخړ شوې ده.

هغه وايي، په دې شخړه کې يو کس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، وژل شوى او ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې د يوه کس روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version