ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر اوکراین ته تللی

10 Sep 2022 - 00:08
10 Sep 2022 - 00:08

اټلانټا (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو ناڅاپي سفر د اوکراین پلازمېنې کیف ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې لیدلي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې د تروریستي هېواد په توګه د روسیې نومولو په ګډون یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې: «قانوني واقعیت باید تل له حقیقي واقعیت سره مطابقت ولري او دا یو حقیقت دی چې روسیه په نړۍ کې د تروریزم تر ټولو لویه سرچینه شوې ده.»

د هغه په وینا: «نړۍ باید یو واضح سیګنال ترلاسه کړي چې د روسیې ترهګري به ونه بښل شي.»

د اوکراین ولسمشر ویلي چې له تېرو اتو ورځو راهیسې یې له رویسې خپله زر کیلومتره مربع خاوره ازاده کړې ده.

زیلینسکي ویلي: «زه له هر هغه چا مننه کوم چې دا کار یې وکړ، زه د اوکراین د هر بیرغ لپاره چې په دې ورځو کې ځړول شوی، د اردو او استخباراتو له افسرانو او ځانګړو خدماتو څخه مننه کوم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له زیلینسکي سره له کتنې وروسته په یوه بیان کې ویلي: «د اوکراین د لومړۍ کرښې غیرمعمولي مدافعین د خپل هېواد د ازادۍ لپاره په زړورتیا سره مبارزې ته دوام ورکوي.»

هغه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر هغې ژمنې – چې د اوکراین ملاتړ به تر هغه وخته پورې چې اړتیا وي، کوي، ټینګار کړی دی.

Views: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version