ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: سویس ته د افغانستان اسعاري زېرمې لېږدولو خلاف یو، پر استفاده کوونکو یې بندیزونه لګوو

حکومت: سویس ته د افغانستان اسعاري زېرمې لېږدولو خلاف یو، پر استفاده کوونکو یې بندیزونه لګوو

author avatar
16 Sep 2022 - 01:29
حکومت: سویس ته د افغانستان اسعاري زېرمې لېږدولو خلاف یو، پر استفاده کوونکو یې بندیزونه لګوو
author avatar
16 Sep 2022 - 01:29

اټلانټا (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له هغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی چې غواړي د افغانستان بانک له کنګل شوو پیسو نیمایي یې د سویس یوه امانتي صندوق ته ولېږدوي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی، هر هغه څوک یا اداره چې له دې زېرمو ناسمه استفاده کوي، په افغانستان کې جریمه کېږي او فعالیتونه یې بندوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته – چې په سویس هېواد کې دی – سپاري؛ د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوې «تضمین کوونکي بورډ» سره وي او په دغه بورډ کې د امریکا د حکومت یو استازی، د سویس حکومت یو استازی او همداراز دوه افغان اقتصاد کارپوهان شامل دي.

د راپورونو له مخې، یاد بورډ به پرېکړه کوي چې دا شتمني د کومو موخو لپاره لګول کېدای شي خو په ټوله کې یې موخه دا ده چې د عامو افغانانو بشري لاسنیوی وشي او د افغان دولت نړۍوال پورونه پرې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو  وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې دغه وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه چې له مخې يې د افغانستان د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو یوه برخه (۳.۵ میلیارد ډالر) سویس ته لېږدول کېږي او د افغانستان له استازو پرته په ځینو چارو کې لګول کېږي، د نړۍوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام بولي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د خپلو خلکو پر وړاندې د یوه مسوول حکومت په توګه د دې اقدام له میکانیزم سره خپل واضح مخالفت څرګندوي.

بلخي ویلي، د مرکزي بانک اسعاري زېرمه، لکه د بل هر هېواد په څېر، د افغانۍ د ثبات، مالي سیسټم د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره کارول کېږي، دا زېرمې په هېڅ ډول په نورو مصرفي چارو کې نه شي لګول کېدای.

د نوموړي په وینا، د افغان ولس د خوښې خلاف، په نورو چارو کې د دغو زېرمو لګول د افغانستان د اقتصادي ثبات پر خلاف د امریکا منفي اقدام ګڼل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د افغانستان اسلامي امارت په ډاګه کوي چې له متحده ايالتونو سره په خبرو کې د مرکزي بانک استقلاليت، د مسلکي وګړو شتون، د درېيمې ادارې له خوا نړۍوالو ته د امنیتي تهدیدونو له تمويل سره د مبارزې او د پيسو مينځلو مخنيوي رژيم (AML/CFT) تطبيق څار ته ژمنتيا ښودل شوې او دا په اثبات هم رسېدلې ده.

هغه وایي: «امریکا له موږ سره په دې تړاو د مذاکراتو تر نهایي کېدو او توافق له مخه اقدام کوي، ښکاري چي دا اراده یې د افغانانو د اقتصادي ثبات او ښېرازۍ پر خلاف ګام دی، او د افغانستان مرکزي بانک د ټولو ژمنتیاوو او نړۍوالو مالي قوانینو له رعايتولو سره سره بیا هم د افغان ولس شتمني بل هېواد ته په جبر د لېږد پرېکړه شوې؛ موږ په ټولو هغو افرادو او لورو غږ کوو چې د داسې غیرقانوني او د افغان ولس پر خلاف ظالمانه عمل غندنه وکړي او په دې چاره کې د افغان ولس ملاتړ وکړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې په دې موضوع کې دخيلو هېوادونو او ادارو ته د همدې اعلاميې له لارې خپل اعتراض وړاندې کوي او ياده موضوع له ډيپلوماتيکو لارو څاري.

د بلخي په وینا، په افغانستان کې د بشري ناورین بنسټیز لامل د امریکا شل کلنه جګړه، د امریکا تر ملاتړ لاندې تېرې ادارې شل کلن اداري فساد او له تحول وروسته د امریکا له خوا د افغانستان مرکزي بانک پر اسعاري زېرمو او بانکي نظام بندیزونه دي، چې له ډېرو نويو راټوکېدلیو اقتصادي فرصتونو څخه یې د پانګوالو د ګټه پورته کولو مخه نیولې.

دی وایي، که د افغان ولس د مشروع غوښتنو پر خلاف له اسعاري زېرمو ګټه اخيستل کېږي، اسلامي امارت مکلف دی چې د هر هغه فرد، موسسې او شرکت چې په دې غیرقانوني چاره کې مرسته کوي او د افغانستان مرکزي بانک له اسعاري زېرمو څخه د بشري مرستو په پلمه او نورو مواردو کې ناسمه استفاده کوي، په افغانستان کې جرمانه کړي او فعالیتونه یې وربند کړي.

هغه یو ځل بیا د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کوی، چې د افغان ولس پر شتمنۍ او مالي معاملاتو بندیزونه لرې کړي څو افغانان وکولای شي چې ازادانه بانکي معاملې وکړي او خپل ملي اقتصاد پخپله پر پښو ودروي.

د امریکا متحده ایالتونو د تېر کال په زمري میاشت کې د افغانستان جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته – چې ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو – د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني کنګل کړه.

د راپورونو له مخې، د کنګل شوې شتمنۍ ۷ میلیارد ډالر په امریکا او پاتې نور یې په نورو اروپایي هېوادونو کې دي.

Views: 841

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.