ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کانونو د ناقانونه کېندنو مخنيوي لپاره ځانګړې امنيتي قطعه جوړېږی

19 Sep 2022 - 18:14
19 Sep 2022 - 18:14

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کانونو او پټروليم رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د کانونو د غير قانوني کېندنو او قاچاق د مخنيوي لپاره  ځانګړې امنيتي قطعه جوړېږي.

د چارواکو په وينا، د ننګرهار په اچين، ګوشتې، کامې، شېرزادو او يو شمېر نورو ولسواليو کې د نفرايټو او ځينو نورو قیمتي او نيمه قيمتي ډبرو د کانونو د غير قانوني کېندنې او قاچاق اندېښنو اړ کړي چې دغه امنيتي قطعه رامنځته کړي.

د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده د وږي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د رياست الوزراء له لوري د کانونو د غير قانوني کېندنو او قاچاق د مخنيوي لپاره د ۷۰ کسيزې امنيتي قطعې منظوري راغلې چې ډېر ژر به فعاله شي.

دی وايي، په پلان کې ده چې دغه قطعه ډېر ژر په يو شمېر ولسواليو کې فعاله شي او بيا به يې ډېر ژر د ساتونکو شمېر ۲۰۰ کسانو ته لوړ شي.

هغه زياته کړه: «اوس د کامې، ګوشتې، اچين، سپين غر، شېرزادو ولسواليو کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو د قاچاق او يا هم د غلا وېره شته، نو هغو ولسواليو کې به دغه قطعه ځای پرځای کېږي چې د کانونو حفاظت وکړي.»

نوموړی که څه هم ډاډ ورکوي چې د پخوا په پرتله د کانونو د خپلسرې کېندنې، قاچاق او غلا پېښې ډېرې کمې شوې خو وايي، لا هم په ځينو ځايونو کې پېښې او اندېښنې شته دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوس هم هره ورځ د ولسواليو امنيه قوماندانۍ او د استخباراتو مديريتونه له کانونو څارنه کوي او په مشکوکو ځايونو چاپې هم وهي چې د ناقانونه کړنو مخنيوی وکړي.

نوموړی وايي، د ننګرهار په ګوشتې، اچين، هسکې مېنې، نازيانو، دوربابا او شېرزادو ولسواليو کې تر ډېره د مرمر، شوکاڼو، نفرايټ، سلپيتين او فلورايټ کانونه شته چې تر ډېره په ناامنو سيمو کې دي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د دغې امنيتي قطعې جوړېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې بايد ژر تر ژره دې خپل فعاليتتونه پيل کړي.

د شېرزادو ولسوالۍ يو اوسېدونکی احمدالله وايي، دغې ولسوالۍ کې د شوکاڼي پراخ کانونه موجود دي او دا ډول امنيتي قطعه کولای شي چې د شوکاڼي د قاچاق او خپلسرې کېندنې مخه ونيسي.

دغه‌راز د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د سربند سيمې يوه اوسېدونکي الله داد مومند پژواک ته وويل، په تېرو شلو کلونو کې د دغې ولسوالۍ د نفرايټو له کانونو خپلسرې کېندنې شوې چې جدي پاملرنې ته يې اړتيا ده.

هغه وايي، که څه هم اوس دغه کانونه په قرارداد ورکړل شوي، خو ځينو برخو کې يې خپلسرې کېندنې په پټ ډول لا هم کېږي چې د مخنيوي لپاره يې د امنيتي قطعې فعاليت ډېر ګټور تمامېدلی شي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې که د کانونو سمه ساتنه وشي، په قانوني توګه يې قراردادونه وشي نو له يوې خوا به د هېواد عوايد زيات شي او له بل پلوه به ورسره د بې‌روزګارۍ کچه هم ټيټه شي.

Views: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version