ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې د ۴١ ميليون افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې

19 Sep 2022 - 18:26
19 Sep 2022 - 18:26

ميدان ښار (پژواک، ٢٨ وږى ١۴٠١): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۴۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ټول‌ګټو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د پاکو اوبو رسونې شبکه، استنادي دیوالونه او په بېلابېلو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه شامل دي.

د یادو پروژو د پلې کولو چارو مشر نصیراحمد رشیدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چک ولسوالۍ په ګلي، محمدداد او لوړ خلیلي سیمو کې ٥٦٧ متره استنادي دیوال جوړېږي.

دغه‌راز ده وويل چې د یادې ولسوالۍ په کنجغتو سیمه کې د پاکو اوبو رسونې یوه شبکه هم جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version