ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې عریضه لیکونکي د خپل کاروبار له کمرنګه کېدو شکایت کوي

28 Sep 2022 - 13:41
28 Sep 2022 - 13:41

کندهار (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۱): په کندهار کې عریضه لیکونکي په داسې حال کې د خپل کار له پیکه کېدو او کمېدو شکایت کوي چې په دې وروستیو کې ګڼو لوستو کسانو هم له بې‌روزګارۍ د عریضې لیکلو کار ته مخه کړې ده.

ډېری عریضه لیکونکي چې د د دولتي ادارو مخې ته د عریضې لیکلو په موخه کښېني وايي، کارونه یې کم شوي او اوس د پخوا په څېر ډېر کسان د عریضې لیکلو لپاره نه ورځي.

د محمد‌قسیم په نوم یوه عریضه لیکونکي - چې له سهاره تر ماسپښینه کندهار ولایت مقام ته څېرمه د سړک پر غاړه د عریضې لیکلو لپاره کښېني - پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې خلکو ته عریضې لیکي خو په دې وروستیو کې یې کارونه کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: «پخوا به مې د ورځې ۸ یا ۱۰ عریضې لیکلې، خو اوس ۳ یا ۴ لیکم او کله کله یوه هم پیدا نه شي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version