ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي د ښوونکي نړۍ‌والې ورځې نمانځغونډه کې: ښوونکي د ټولنې په روزنه کې رغنده رول لري

حنفي د ښوونکي نړۍ‌والې ورځې نمانځغونډه کې: ښوونکي د ټولنې په روزنه کې رغنده رول لري

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۱): د ښوونکي له نړۍ‌والې ورځې سره هم‌مهاله، د ریاست الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د ټولنې په روزنه کې د ښوونکو رغنده رول ته په اشارې وویل، «اسلامي امارت» د ښوونکو لپاره ۲۰‌زره بستونه رامنځته کړي دي.

نن د تلې ۱۳مه چې د اکتوبر له ۵مې سره سمون خوري، د ښوونکي نړۍ‌واله ورځ ده.

دغه ورځ نن (چهارشنبه) د سرپرست حکومت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو، لسګونو ښوونکو او زده‌کوونکو په ګډون د کابل ښار په اماني لېسه کې ونمانځل شوه.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکي ورځې په نمانځغونډه کې د هېواد ټولو ښوونکو ته د دغې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه، ښوونکي په انساني ټولنه او د انسانانو په روزنه کې رغنده رول لري.

هغه زیاته کړه، سربېره پردې چې د تېر یوه کال په موده کې ځیني «اداري او اضافي بستونه» د سرپرست حکومت له تشکیلاتو وایستل شول، خو اسلامي امارت د ښوونکو لپاره ۲۰زره بستونه رامنځته کړل څو په ټول هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره شي.

حنفي وویل، مخکې شاوخوا ۷۰ سلنه بودجه پر بهرنیو مرستو ولاړه وه، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، اوس ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاشونه له داخلي بودجې ورکول کېږي.

د پوهنې د سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا پیغام چې د دغه وزارت د ویاند عزیزاحمد ریان له لوري ولوستل شو، د هېواد ټولو ښوونکو ته د دغې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار ښوونه او روزنه ده.

نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې وه چې د پوهنې وزارت ژمن دی څو د ښوونکو لپاره ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

له بلې خوا، د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق د یادې غونډې په دوام کې وویل، اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي پر ښوونه او روزنه بوخت دي.

خو هغه زیاته کړه چې کمیت ښه دی، خو د کیفیت او د ښوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې باید پاملرنه وشي او یاد وزارت په دې برخه کې ځیني پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري.

د وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال په وینا، اوسمهال شاواخوا ۱۰ میلیون زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

د چارو ادارې رییس مولوي نورالحق انور په اسلام کې د ښوونکي مقام ته په اشارې وویل، ښوونکی د ځوانانو په روزنه کې ځانګړی رول لري او باید دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې، د دوولسمې ښوونیزې حوزې امر برهان‌الله فضلي د حکومت له مسوولینو وغوښتل څو د معارف لپاره یو داسې سیسټم جوړ کړي چې زده‌کوونکي په کې هم له عصري او هم دیني علومو ګټه پورته کړي.

هغه دغه‌راز له سرپرست حکومته وغوښتل څو د ښوونکو لپاره د علمي سفرونو زمینه برابره کړي او د هغوی د معاشونو لوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي، څو ښوونکي هم له روحي او هم جسمي پلوه تدریس کولو ته چمتو شي.

د یادې غونډې پرمهال، د بېلابېلو ښوونځیو د ترانو ویلو یو شمېر ګروپونو د ترانو په ویلو سره د ښوونکو د مقام او منزلت ستاینه وکړه.

Views: 71

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.