ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال اسیا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان منګولیا ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه

8 Oct 2022 - 01:06
8 Oct 2022 - 01:06

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال د اوولس کلنو ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو پخپلې لومړۍ لوبه کې منګولیا ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه نن (جمعه) د افغانستان پر وخت تر ماښام وروسته ترسره په تاجکستان کې ترسره شوه.

په دغه لوبه کې د افغانستان ۱۷ کلنو ملي لوبډلې وکولی شول چې د منګولیا پر وړاندې پنځه ګولونه ووهي، خو منګولیا ونه شو کولی چې یو ګول هم ووهي.

د افغانستان فوټبال فدارسیون وایي، په دې لوبه کې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي حکیم خان نیازي درې پرله پسې ګولونه په لومړۍ نیمايي کې وکړل. نوموړي دا ګولونه په ۲۲، ۳۳ او ۳۹ دقیقې کې د خپلې لوبډلې په ګټله وکړل.

افغانستان په دویمه نیمايي کې هم له هڅې لاس وانخیست او په ۷۴ دقیقې کې علي رمضاني او ۸۹ دقیقه کې د لوبډلې کېپتان علي رضا رحیمي یو یو ګول وواهه او په دې سره د یوسف مهندس زاده شاګردان خپله لومړۍ لوبه په لوی توپير له سیالې لوبډلې څخه وګټله.

د افغانستان دویمه او وروستۍ لوبه چې د اسیا ۱۷ کلنو جام ته د تګ او په H ګروپ کې به د افغانستان لوری معلوم کړي، د یکشنبه د ګروپ د کوربه هېواد تاجیکستان پر وړاندې ده.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ۱۷ کلنو فوټبال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په تاجکستان کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، د اسیا د ۱۷ کلنو فوټبال جام مقدماتي سیالۍ د تلې په ۱۳مه په تاجکستان کې پیل شوې او د همدې میاشتې په ۱۷مه  پای ته رسېږي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version