ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد ښار کې د «ناکامورا» څلی جوړ شو

11 Oct 2022 - 17:13
11 Oct 2022 - 17:13

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۴،۹ ميليون افغانيو په لګښت د جاپاني‌الاصله افغان ډاکټر تیتڅو ناکامورا په نوم څلی جوړ او پرانیستل شو.

چارواکي وايي، د دغه کار موخه د ډاکټر ناکامورا د ياد تازه ساتل او د هغه د قربانيو او خدمتونو درناوی دی.

د دغه څلي پرانیستنې پر مهال نن (د تلې ۱۹مه) د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکټوري چارو رييس دوست محمد چهاردیوال وویل، د یاد څلي له جوړېدو یې موخه په ننګرهار کې د ترسره کړو خدماتو له امله د ناکامورا درناوی دی.

چهاردیوال زیاته کړه: «د جلال‌اباد ښاروالۍ له لور د ډاکټر ناکامورا په یاد جوړ شوي څلې چارې نن بشپړې شوې او ټول څلور اعشاريه نهه ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلی او بودجه یې د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکړل شوې ده»

د جاپان پي‌اېم‌اېس موسسې ولایتي مسوول انجینر دیدار وویل چې اوسمهال په دغه ولایت کې نیمګړې پروژه نه لري.

نوموړی وایي، تازه یې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د جاپان د پي‌اېم‌اېس موسسې له لوري د يونيم ميليون ډالرو په لګښت د اوبو يو کانال جوړ کړ.

عام خلک د دغه څلي جوړېدو له امله د ولايتي ادارې او جلال‌اباد له ښاروالۍ خوښ دي او ټينګار کوي چې د ناکامورا د یاد تازه ساتلو لپاره بايد ډېرې نورې چارې هم ترسره شي.

د جلال‌اباد ښار يوه اوسېدونکي ضميرخان پژواک ته وويل، ناکامور د هېواد د ابادۍ او بسیاينې رښتینی خدمتګار و او غوښتنه کوي چې د نوموړي پاتې نیمګړې پروژې دې بشپړې شي.

د جاپان پي‌اېم‌اېس موسسه چې شاوخوا دوه لسيزې يې د روغتيا او بيارغونې په برخو کې په افغانستان کې مرستې او کارونه کړي، مشر يې ډاکټر تیتڅو ناکامورا شاوخوا درې کاله مخکې په جلال‌اباد ښار کې ووژل شو، خو دې ادارې له افغانانو سره خپلې مرستې بندې نه کړې او لا هم د ننګرهار مختلفو سيمو کې کار کوي.

ناکامورا د ننګرهار په کامه، بهسود، کوزکونړ او دره‌نور ولسواليو کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ پروژې بشپړې کړې او تر ۲۰۱۶ کاله پورې يې نهه د اوبو کانالونو په جوړولو سره زرګونه جریب ځمکه خړوبه کړه او خلک یې له فقره وژغورل.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version