ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړې شوې

20 Oct 2022 - 17:17
20 Oct 2022 - 17:17

کلات (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۱): د زابل په سیوري ولسوالۍ کې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړې شوې او دغه‌راز د کلات ښار په درېیو دخولي دروازو کې بیا د امنیتي کسانو لپاره د درېیو ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

د زابل مرستیال والي سلېمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیوري ولسوالۍ کې د «ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ» لپاره هیڅ ودانۍ موجودې نه وې چې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه تازه جوړې شوې.

هغه زیاته کړه، د دغو ودانیو جوړولو چارې دوې میاشتې مخکې پيل شوې وې چې اوس پای ته ورسېدې.

دی وايي، هره ودانۍ څلور اداري خونې، یو هال او نور ملحقات لري چې په اساسي ډول جوړې شوې او ۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version