ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال‌ختیځ زون کې د سویډن کمېټې د معلولیت له پروګرامه څه باندې سل زره کسان برخمن شوي

شمال‌ختیځ زون کې د سویډن کمېټې د معلولیت له پروګرامه څه باندې سل زره کسان برخمن شوي

author avatar
27 Oct 2022 - 16:55
شمال‌ختیځ زون کې د سویډن کمېټې د معلولیت له پروګرامه څه باندې سل زره کسان برخمن شوي
author avatar
27 Oct 2022 - 16:55

تالقان (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۱): په شمال‌ختیځ زون کې د سویډن کمېټې مسوولین وايي، په افغانستان کې د دغه سازمان د خدماتو له ۴۰ کلن کېدو سره هم‌مهاله، د دغه بنسټ له لوري د څه باندې سل زره معلول او غیر معلول ماشومانو درملنه شوې ده.

په شمال‌ختیځ زون کې د دې کمېټې له لوري په یاده موده کې د پښو کوږوالي، دماغي فلج او مفصلونو غیرنارمل ودې برخو کې خلک تداوي شوي او څه باندې ۳۰۰زره کسان یي د فیزیوتراپي له خدماتو برخمن شوي او اوس یې هم په دې برخو کې فعالیت دوام لري.

په شمال‌ختیځ زون کې د سویډن کمېټې مطبوعاتي مسوول قدرت‌الله عطایي پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وویل، څلوېښت کاله مخکې په داسې شرایطو کې چې د افغانستان خلک د کورنۍ جګړې او بهرنیو مداخلو له امله له ټولو امکاناتو او بشري خدمتونو بې برخې وو، سویډن کمېټې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د معلولینو د بیاتوانمند کېدو پروګرام پیل کړ.

د عطايي په خبره، دغه پروګرام یې د فزیوتراپي، اورتوپیدي، دوراني پورونو، ځانګړو زده‌کړو، د ټولنې بسیجولو او حرفوي کورسونو برخو کې پیل کړ.

هغه وايي چې په شمال‌ختیځ زون کې یې دې موده کې معلول او غیرمعلول ۱۳۳۱۴۰ ماشومان چې د پښو کوږوالی، دماغي فلج او د مفصلونو غیرنارمل ودې ستونزې یې درلودې، تداوي شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د فزیوتراپي له برخې هم ۳۲۷زره ۴۳۲ ښځې او سړي برخمن شوي او په دې سره یې له معلولیت کېدو مخنیوی شوی دی.

عطايي زیاتوي چې په دې موده کې یې د شمال‌ختیځ زون ۱۲۰۰ نابینایانو ته د بریل لیک ورښودو مهارتونه هم ور زده‌کړي دي.

د هغه په خبره، د معلولیت پروګرام له پیله تر اوسه ۴۷۳۷۶ معلولو کسانو ته کمکي وسایل وېشل شوي او دغه‌راز ۵۰۴۱۸ معلولیت لرونکو کسانو ته مصنوعي غړي چمتو او وېشل شوي دي.

د سویډن کمېټې مطبوعاتي مسوول زیاتوي چې اوس په شمال‌ختیځ زون کې د کلیو په کچه د معلولیت لرونکو کسانو د بیاتوانمند کېدو او ځانګړي چمتووالي ۲۴۱۲ تعلیماتي مرکزونه او د کورنۍ زده‌کړو ۲۴۰ موارده فعال دي او له همدې لارې معلولو کسانو ته خدمات وړاندې کېږي.

عطايي زیاتوي چې سویډن کمېټې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په شمال‌ختیځ زون کې ۳۷۶ کلینیکونه او ۶۰ ښوونځي جوړ کړي او د کلیو زرګونه ماشومان پر باکیفیته زده‌کړو بوخت دي.

په همدې حال کې، د تالقان یو شمېر اوسېدونکي هم په بېلابېلو برخو کې د سویډن کمېټې له فعالیتونو خوښي ښيي.

د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکی فهیم وايي، ۱۵ کاله مخکې یې د جکړو له امله خپله پښه له لاسه ورکړې وه، خو د سویډن کمېټې په همکارۍ یې مصنوعي پښه جوړه کړه او د تېرو کلونو په پرتله یې اوس د ژوند وضعیت نورمال دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سویډن کمېټه په شمال‌ختیځ زون کې  – چې ۶۱ ولسوالۍ او ۹ ولایتونه په کې شامل دي – د اوبو رسونې، کلینیکونو او ښوونځيو جوړولو او خلکو ته د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو برخو کې فعالیت لري.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.