ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې صنعتګر: کلالي له سلګونه کلونو مخینې درلودو سره د رکود په حال کې ده

12 Nov 2022 - 16:49
12 Nov 2022 - 16:49

تالقان (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې د کلالۍ ځيني صنعتګر د «کلالي» وطني لاسي صنایعو د استفادې بازار پر کمرنګه کېدو اندېښنه ښيي او له حکومته غواړي چې د وطني لاسي صنایعو بازار غوړېدو برخه کې هڅې وکړي.

د کلالۍ صنعت - چې پکې د رنګ امیزۍ لپاره له مسو او ځانګړې خټې استفاده کېږي او د دغو لاسي صنایعو د جذاب کېدو لامل ګرځي- د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې له ۳۶۰ کاله مخینې درلودو سره سره د نابودۍ او له منځه تلو حالت سره مخ دی.

د یادې صنایع ځيني صنعتګر وایي، د ښيښيي او بهرنیو لوښو واردېدل د دی لامل شوی چې له خلکو سره د دغو صنایعو لیوالتیا کمه شي او د نابودۍ او له منځه تګ حالت سره مخ شي.

په چاه اب ولسوالۍ کې د کلالۍ یو صنعتګر احمد شکیب وایي، دغه د سلګونو کلونو مخینې لرونکی صنعت، بازار ته له حده ډېر د ښيښيي لوښو واردېدو  له امله  اوس د له منځه تلو او رکود په حال کې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version